دعوت، تمکین، قدرت او چمتووالی

دعوت، تمکین، قدرت او چمتوالی

د دعوت په تله کې «تمکین» (واکمنۍ او ثبات ته رسېدل) د رسېدو یووه شېبه، د قدرت ترلاسه کول، یا پر دښمن برلاسی کېدل نه دی. بلکې دا د روزنې، چمتووالي، صبر او ازمښتونو د يوې اوږدې لارې ثمره ده. له همدة امله الله تعالی فرمایی: توَعَدَ اللَّهُ الَّذینَ آمَنُوا مِنكُمْ وَ عَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَیَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِی الْأَرْضِ کَمْ فِی الْأَرْضِّ. مِن قَبْلِهِمْ وَلَیُمَکِّنَّ لَهُمْ دِینَهُمُ الَّذِی ارْتَضَیٰ لَهُمْS ژمنه کړې، لکه څنګه چې تر دوی مخکینی یې خلیفه کړی وو، او د هغوی هغه دین به ورته. مستحکم کړی چې د هغوی لپاره یې غوره کړی دی).

الله جل جلاله ایمان او صالح اعمال ترخلاف (خلافت/واکمنۍ) مخکې یاد کړل، ګواکې قرآن موږ ته دا درس راکوی چې تمکین یوه پایله ده چې مقدمات لری، او یو الهى قانون (سنت) دی چې چاب لریه، نه یوازے یوونې.

رسول الله= په مکه کې خپل دعوت پیل کړ او په دې پوښتنه یې پیل ونه کړ چې: کله به حکومت کوو؟ بلکې په تر ټولو مهمې پوښتنې یې پیل وکړ: دا دین به څوک پورته کوی (حمل کوی)؟ نو «دار الأرقم» د سړیو جوړولو لومړنی ښوونځی شو، چې په کې ابوبکر، عمر، عثمان، علی، مصعب، بلال او نور@ وربل شول او وروزل شول. هغه مهال دعوت نه ځمکه درلوده، نه مال او نه هم کوم دولت؛ خو د تمکین تر ټولو مهم عناصر یې درلودل: مؤمن انسان، پاخه عقیده، هوښیاره رهبرى او یو موټی او متحد صف.

دلته د تمکین د فهم (فقه) لومړی درس دی: د سړیو او رجال جوړول تر ادارو او مؤسساتو جوړولو مخکې دی، او په زړونو کې د ایمان تمکین پر ځمکه تر تمکین او واکمنۍ مخکې دی. ځکه هغه دعوت چې تر خپلو سړیو مخکې او په چټکۍ لوی شی، کېدای شی قوت یې پر بار بدل شی؛ او هغه مؤسسه چې تر خپلو رهبرانو مخکې پراخه شي، کېداي شي بې اغېزې کثرت او ګڼه ګوڼه ترې جوړه شي.

مکه دیارلس کلونه د روزنې یو اوږد ښوونځی پاتې شوه. صحابه کرم له ازار، حصار، تعذیب او هجرت سره مخ شول. دا کلونه د دعوت له عمر څخه ضایع شوی نه وو، بلکې د هغه نسل د جوړولو مرحله وه چې وروسته به یې د دولت پېټی پورته کاوه. کېدای شول ځینو پوښتنه کړې وی: دا ټول ځنډ ولې؟ خو د الله حکمت داسې سړی چمتو کول چې کله بریا راشی نو د هغې د پورته کولو وړتیا ولری، ځکه د بریا او نصرت پېټی پورته کول کله نا کله تر محنت او سختیو زغملو هم سخت وی.

وروسته مدینې ته هجرت وشو ترڅو د تمکین له پړاوونو څخه یو نوی پړاو پیل شي. نبی کریم= مدینې ته یوازې د بریا د اعلان لپاره ونه لېږدېد، بلکې په ودانولو او جوړولو یې پیل وکړ: داسې مسجد چې زړونه راټول کړي، داسې ورورولي (مؤاخاة) چې صفونه متحد کړي، د اړیکو تنظیم، داسې معاهدې چې ټولنه وساتي، او بیا د هغه قوت چمتو کول چې د دعوت ساتنه وکړي.

دا کار یو مهم حرکي مفهوم بربنډوي: تمکین یوازې په شعارونو نه جوړېږي، بلکې روزنې، تنظیم، پلان جوړونې، وړتیاوو او داسې ادارو ته اړتیا لري چې د پروژې د پر مخ وړلو توان ولري.

بیا د بدر غزا راغله او مسلمانانو د بریا خوند وڅاکه، او تر هغې وروسته د احد پیښه له خپلو دردونو او ټپونو سره راغله. که دعوت پېښې په سطحي توګه لوستلای، نو داسې انګېرنه به شوې وه چې د تمکین لاره ودرېده؛ خو خپله د احد پېښه د روزنې او د تېروتنو د اصلاح یو لوی ښوونځی و. الله تعالى فرمايي: Tأَوَلَمَّا أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُم مِّثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّىٰ هَٰذَا ۖ قُلْ هُوَ مِنْ عِندِ أَنفُسِكُمْS (ایا کله چې تاسو ته یوه مصیبت ورسېد – حال دا چې تاسو [په بدر کې] له دې دوه چنده رسولی و – وویل چې دا له کومه راغی؟ ووایه: دا ستاسو له خپله اړخه دی). نو جزوي ماتې د لارې پای نه و، بلکې د بیاکتنې او اصلاح لپاره یو فرصت و. دا د تمکین د پوهې له تر ټولو سترو درسونو څخه دی: چې دعوت پوه شي څنګه له خپلو تېروتنو سره معامله وکړي. له بیاکتنې څخه تکبر ونه کړي، تل د خپلې ناکامۍ لپاره د بل ملامتولو سړی ونه لټوي، او نقد په شخصي جګړه بدل نه کړي. ځکه هغه پروژه چې غواړي تمکین او ثبات ته ورسېږي، باید د ځان د بیاکتنې جرئت ولري، او له هر بحران وروسته وپوښتي: موږ څه تېروتنه وکړه؟ او څه شی باید اصلاح شي؟

بیا د احزاب (خندق) غزا راغله، او ډېر قوتونه پر مدینې راټول شول، تر دې چې قرآن د هغې شېبې حالت داسې بیانوي: Tوَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَاS (او کله چې سترګې کږې شوې او زړونه مرۍ ته ورسېدل او پر الله مو بېلابېل ګومانونه کول). دا په ظاهري بڼه ډېره سخته شېبه وه، خو د احزابو په ماتې پای ته ورسېده، او دعوت له هغې وروسته د خپل شتون له دفاع څخه د قوت نوي پړاو ته داخل شو.

بیا د حدیبیې صلح راغله، او دلته د رهبرۍ فقه په روښانه توګه ښکاره شوه. ځینو صحابه کرامو د صلحې په شرایطو کې هغه څه لیدل چې زغمل یې سخت وو، خو نبی کریم= صحنه تر هغې شېبې ډېره لیرې لیدله. د الله تعالى دا قول نازل شو: Tإِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًاS (بېشکه موږ تا ته څرګنده بریا درکړه). هغه پېښه چې ځینو خلکو تنازل او شاتګ ګڼله، الله جل جلاله «ښکاره بریا» وبلله. دلته یو عظيم حرکي درس دی: هر هغه څه چې شاتګ ښکاري، ماتې نه ده، او هر ظاهري پرمختګ بریا نه ده. راشده رهبري پایلې سنجوي، مصالح تلي، او پوهېږي چې کله وړاندې لاړه شي او کله صبر وکړي، او نه پرېږدي چې د احساساتو تودوخه پرېکړې کنټرول کړي.

بیا له څو کلونو وروسته د مکې فتحه راغله. او دلته د اوږده او پخه ودانولو حقیقت څرګند شو. هغه کسان چې مکې ته فاتحین او بريالي داخل شول، همغه کسان وو چې له هغې څخه مظلوم او کمزوري وتلي وو؛ خو دوی بدل شوي وو. دوی په داسې نسل بدل شوي وو چې د بریا د پورته کولو توان یې درلود، پرته له دې چې هغه په انتقام بدل کړي. نبی کریم= مکې ته د الله حضور ته د عاجزۍ او تواضع له امله د سر په ټیټولو داخل شو، او له هغو ډېرو کسانو څخه تېر شو چې هغه ته یې ایذا رسولې وه؛ ترڅو موږ ته وښيي چې ریښتینی تمکین د ظلم او جبر وړتیا نه ده، بلکې په اخلاقو د قوت او قدرت مهار کول دي.

له دې ځایه موږ پوهېږو چې د دعوت تر ټولو خطرناکه ازموینه کېدای شي د محنت وخت نه، بلکې د قوت او قدرت وقت وي. ځکه په محنت کې صبر ښکاره کېږي، او په قوت کې د زړونو او نفوسو حقیقت بربنډېږي. ایا شتمنۍ او مقامونه په غنیمتونو بدلېږي؟ ایا اختلاف په لرې کولو او شړلو بدلېږي؟ ایا دعوت خپل اخلاق هېروي کله چې مقتدر شي؟ دلته ریښتینې ازموینه وي.

او تمکین د اشخاصو تمکین نه دی، بلکې د ارزښتونو او پیغام تمکین دی. کېدای شي یو انسان مقام ته ورسېږي خو دین یې په چلند کې تمکین او ځای موندلی نه وي؛ کېدای شي اداره لویه شي خو روح یې کوچنی شي؛ او کېدای شي شمېر زیات شي خو اخلاص کمزوری شي. نو موږ باید په ظاهري بڼو دوکه نشو، ځکه هر خپرېدل تمکین نه دی، هر کثرت قوت نه دی، او هر مقام او چوکی بریا نه ده.

د تمکین له پوهې څخه دا هم ده چې دعوت د خپل پړاو په ماهیت او طبیعت پوه شي. کېدای شي پړاو د روزنې وي نه د ظاهردارۍ او راوتلو، یا د راټولېدو پړاو وي نه د مخامخ کېدو، یا د داخلي بیاکتنې پړاو وي نه د بهرنۍ پراختیا.

او حکمت په دوامداره حرکت کې نه دی، بلکې په مناسب وخت کې په سم حرکت کې دی.

له ټولو خطرناکو حرکي ناروغیو څخه یوه د ثمرې او پایلې بیړه کول دي. څوک چې په تمکین کې بیړه کوي، کېدای شي د شمېر لپاره له روزنې تیر شي، د ګټو لپاره له اصولو تېر شي، او د سمدستي پایلو لپاره له کلک او متین ودانولو تیر شي. بیا وروسته متوجه شي چې داسې مقام ته رسېدلی چې د هغه د ادارې لپاره وړ او کافي سړي نه لري.

او تاریخ موږ ته یادوي چې بریا د فتحې په ورځ نه جوړېږي، بلکې کلونه مخکې د روزنې، صبر او خاموش کار په ډګرونو کې جوړېږي. د مکې فتحه هغه ورځ پیل شوه چې څو کمو کسانو په «دار الأرقم» کې د قرآن د زده کړې لپاره ناسته وکړه، بدر هغه ورځ پیل شو چې بلال تر شکنجه لاندې ثابت قدم پاتې شو او ویل یې: أحد أحد، او دولت هغه ورځ پیل شو چې عقیدې داسې سړي وروزلي چې کولای یې شول دین تر خپلو ځانونو لومړی او مقدم کړي.

له همدې امله، سمه پوښتنه دا نه ده چې: کله تمکین مومو؟ بلکې دا ده: ایا موږ د تمکین سړي چمتو کړي دي؟ ایا موږ داسې نسل روزلی چې ایمان او مهارت دواړه سره یوځای کړي؟ ایا موږ د اختلاف ادب زده کړی؟ ایا موږ داسې ادارې لرو چې د پلان جوړونې، پلي کولو او بیاکتنې توان ولري؟ ایا موږ کولای شو بریا او پرمختګ داسې اداره کړو لکه څنګه چې مو پر محنت او سختۍ صبر وکړ؟ دا د تمکین ریښتینې پوښتنې دي.

او خلاصه دا چې د تمکین فقه. د ودانولو، صبر او الهي سنتونو فقه ده. له ځمکې مخکې له زړه څخه پیل کېږی، له ادارې مخکې له انسان څخه، له رهبرۍ مخکې له روزنې څخه، او د پایلو تر انتظار مخکې له مسؤلیت او میدهد. نو له «دار الأرقم» څخه تر «فتح مکې» پورې واټن د کلونو و، خو حقیقت او دا نه دی چې د هغو کلونو هره ورځ د بریا په ودانۍ کې یوه خښته وه.. او څوک چې پر دې پوه شو، نه او. کوچنی تربیتی کار سپک ګڼی؛ ځکه کېدای شی هغه کلمه چې نن یې یو مربی کری، د یوې داسې بریا پیل وی چې دی یې په خپله نه وینی، خو هغه نسل یې وینی چې تر ده وروسته راځی..

ځکه داعیان په خپله پایلې نه جوړوی، بلکې هغوی د پایلو اسباب جوړوی. توَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِینَS (او ښه پایله د پرهېزګارانو ده).

د_تربیتی_مقالو_لړۍ #د_تمكين_ريښتيني_سړي_تر_دولت_مخكې

Related Articles

پاسخ ها

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *