په اسلام کي د تعصب او اختلاف درملنه (2)

د تعصب او خپلمنځي دښمنيو حکم:
قرآن کریم هر ډول تعصب رد کړی ویلي يې دي:
﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ (1).
ترجمه: مؤمنان سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو وروڼو تر منځ سوله راولئ او له الله څخه ووېرېږئ، د دې لپاره چي رحم درباندي وشي. اې مؤمنانو! یو قوم دي په بل قوم پسي مسخرې نه کوي ؛ کېدای شي چي هغوی تر دوی ډېر ښه وي او نه دي ښځي په نورو ښځو پسي مسخرې کوي؛ کېدای شي چي هغوی تر دوی ډېري ښې وي، پر خپلو خلکو عیب مه لګوئ (هغوی ستاسو دځان په څېر ستاسو د ټولني غړي دي او د عیب غبرګون يې تاسو ته درګرځي) او یو بل په بدو نومونو مه یادوئ، د ایمان وروسته فسق بد نوم دی او څوک چي توبه ونکړي نو همغوی ظالمان دي.
دلته په (۱۰) آیت کي مؤمنان یو د بل وروڼه بلل شوي دي، نو ورور له ورور سره تعصب او دښمني باید ونکړي او که کوم ځای را منځ ته کېږي، نور مؤمنان مسؤولیت لري چي دغه رامنځ ته شوې دښمني بیرته په سولهییزه ورورۍ بدله کړي.
په (۱۱) آیت کي یو په بل پسې مسخرې، یو پر بل عیبونه او یو بل ته بد نومونه یادول، منع شوي دي چي دغه یو له بل څخه د کرکي عمده اسباب دي. دلته دغه آیت د ایمان په صفت ندا کړې ده او افغان ولس هم تر هر چا ځانونه کلک مؤمنان ګڼي، نو راشئ له ځانونو سره فکر وکړو چي په خپلو کي موږ یو د بل قوم، ژبي او رنګ ته سپکاوی کوو که نه؟ د دغه آیت په پای کي ویل شوي: ظالمان هغه دي چي توبه نه کوي. دا وروستۍ جمله په دغو تېروتنو کي واقع شویو خلکو ته د سمون لاره ښيي چي له دغو کارونو څخه پښېمانه شي او سمه لاره اختیار کړي. په دغو آیتونو پسې قرآن کریم نور هم په ډېر صراحت وايي:
﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ﴾ (2).
ژباړه: اې خلکو ! ما یقینا تاسو له یوه نر او یوې ښځي څخه پیدا کړي یاست او ولسونه او قومونه مي د دې لپاره ګرځولي یاست چي سره وپېژنئ؛ شک نشته چي الله ته ستاسو ډېر عزتمن مو هغه ډېر پرهېزګار دی.
دغه آیت د هغه حدیث شریف تأیید هم کوي چي پېغمبر ﷺ د حج په لویه غوډه کي خلکو ته وویل:
” يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلَّا بِالتَّقْوَى“.(3)
ژباړه: اې خلکو! خبر شئ، ستاسو خالق یو دی او ستاسو پلار هم یو دی. له تقوا پرته نه هیڅ عربي پر عجمي کوم فضیلت لري، نه هیڅ عجمي پر عربي، نه سور پر تور او نه تور پر سور.
په پورتني آیت {إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ} کي د«اِنّ» اسم او خبر معرفه دي؛ د حکم حصر (تخصیص) افاده کوي او په حدیث کي عربي او عجمي تر نفي لاندي نکره (عام) نومونه دي، د حکم عموم ثابتوي، هر عجمي، عربي، قُرَشِي، صاحبزاده، ایشان، میر، مجددي، فاروقي، خواجه او سید، ټولو ته شامل دی. قرآن د خلکو ترمنځ د رنګونو او ژبو توپیر د الله تعالی د قدرت نښه ګڼي وايي:
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ.(4)
ژباړه: د الله له نښو څخه د آسمانونو و مځکي پیدا کول او ستاسو د ژبو او رنګونو توپیرونه هم دي؛ په دې کار له شک پرته د پوهانو لپاره د الله د قدرت نښي دي.
رښتیا چي دا د پوهانو لپاره نښي دي؛ ځکه ناپوهانو خو دا د ځان لپاره نښي نه، بلکي ستونزي ګرځولي. توکمپالني ته د بلني په اړه پېغمبر ﷺ ویلي:
«دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ».(5) ژباړه دغه بلنه پرېږدئ، دا له شک پرته بدبویه بلنه ده.
عَنْ جُنْدَبِ بْنِ عَبْدِ اللهِ الْبَجَلِيِّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ: «مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ، يَدْعُو عَصَبِيَّةً، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ». (6)
ژباړه: جندب بن عبد الله بجلي رضي الله عنه وايي: پېغمبر ﷺ وویل: څوک چي تر ړندې جنډۍ لاندي (چي حق او باطل يې نه وي معلوم) ووژل شي په داسي حال کي چي تعصب (ډلبازۍ او قومپرستۍ) ته بلنه ورکوي یا د تعصب مرسته کوي، نو مړینه يې د جاهلیت (تر اسلام مخکي دور ) د مړیني په څېر ده.
دا رنګه پېغمبر ﷺ ویلي:
ليسِ منَّا من دَعا إلى عصبيّةٍ، وليس مِنا من قاتل على عَصبيّةٍ، وليس منا من مات على عصبيّة. (7)
ژباړه: هغه څوک زموږ له خوا نه دی چي ډلبازۍ او قومپرستۍ ته بلنه ورکوي، هغه څوک زموږ لخوا نه دی چي د ډلبازۍ او قومپرستۍ لپاره جګړه کوي او هغه څوک زموږ لخوا نه دی چي د ډلبازۍ او قومپرستۍ پر عقیده ومري.
دغه ډول دې ته ورته ډېر دلائل شته چي ژبنی تعصب او قومپرستي(توکمپالنه) په ډېر شدت ردوي. هغه ګوندونه، مذاهب او ډلي چي خلک يې په نوم دین ټوټه ټوټه کوي، د هغوی په رد کي هم قرآن کریم وايي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ﴾ (8)
ژباړه: یقینا هغه کسان چي خپل دین یې ټوټې ټوټې کړ او ډلي ډلي شول، ته په هیڅ کي له دوی څخه نه ېې، بې شکه د دوی کار الله ته (سپارل شوی) دی، بیا به یې په هغه څه خبر کړي چي دوی یې کوي.
﴿وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ، مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ﴾.(9)
ترجمه: لمونځ سم کوﺉ او له مشرکانو مه کېږﺉ، له هغو کسانو (مه کېږﺉ) چي خپل دین ئي ټوټې ټوټې کړ او ډلي ډلي شول، هره ډله (يې) په هغه څه خوشحاله ده چي له خپل ځان سره يې دي.
پورته ذکر شوي آیتونه دا ثابتوي چي د اسلامي امت یووالی او اتفاق فرض دی، د امت ترمنځ بې اتفاقي قرآن کریم په کلکه ردوي وايي: ﴿وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ إِلَّا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ﴾ (10)
ژباړه: تل به خلک اختلاف کوونکي وي پرته له هغو چي ستا رب رحم ورباندي کړی.
دغه آیت ښيي چي اختلاف رحمت نه دی، بلکي اتفاق رحمت دی او دغه الهي رحمت د هغو خلکو په برخه دی چي اختلاف نه سره کوي؛ له دې سره هغه روایت هم موافق دی چي وايي:
وَالْجَمَاعَةُ رَحْمَةٌ، وَالْفُرْقَةُ عَذَابٌ. (11) ترجمه: جماعت ( اتفاق ) رحمت دی او فِرقې فِرقې جوړېدل عذاب دی.
قرآن کریم هم دغه ډول خپلمنځي اختلاف او یو له بل سره دښمني د الله تعالی عذاب ګڼلی ویلي يې دي:
﴿قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ﴾. (12)
ترجمه: اې پېغمبره ! ووایه: الله تعالی پر دې هم قادر دی چي له پاسه یا مو تر پښو لاندي (مځکي ) لخوا عذاب درباندي راولېږي یا مو په ډلو کي ګډوډ کړي او یو د بل له لاسه عذاب در وڅکي. وګوره څرنګه دا آیتونه سره اړوو د دې لپاره چي دوی پوه شي.
په ټوله قرآن کي یو ځای هم الله تعالی نه بې اتفاقي ستایلې او نه يې خلک ورته تشویق کړي ؛ دا ټول دلائل د هغي پر ژبو مشهوري خبري رد کوي چي وايي: “اختلاف أمتى رحمة” یعني زما د امت اختلاف رحمت دی.
دغه لفظ د حدیث په عنوان: ابن عابدين شامي صاحب په رد المحتار (1 / 68) کي نقل کړی خو ورسره يې دا هم ویلي چي سند يې پرې (بې ثبوته) دی. شیعه حضراتو هم په ډېرو کتابونو کی نقل کړی او دوی يې په معنی کي تأویل کوي چي د دې مطلب پېغمبر ﷺ ته تګ راتګ دی. (13)
خو حقیقت دا دی چي له پېغمبر ﷺ څخه ثبوت نه لري؛ علامه مناوي د (الجامع الصغیر ) په شرح کي لیکلي:
قال السبكي وليس بمعروف عند المحدثين ولم أقف له على سند صحيح ولا ضعيف ولا موضوع. (14)
ژباړه: علامه تاج الدین سبکي ویلي: دغه خبره د حدیثپوهانو په اند د حدیث په توګه نه ده پېژندل شوې او ما يې هیڅ سند نه دی لیدلی، نه صحیح، نه ضعیف او حتی جعلي سند مې هم نه دی لیدلی.
علامه سخاوي هم له خپل استاد حافظ ابن حجر (رح) څخه نقل کړي چي ډېرو عالمانو ویلي: دا حدیث نه دی، بې اساسه خبره ده. (15)
د عقل او تجربي له لاري هم ثابته شوې چي له تعصب او توکمپالني څخه زېږېدلو اختلافاتو ډېر زیانونه اسلامي امت ته اړولي دي؛ که د اسلامي امت تاریخ ته وګورو، نو وینو چي د اسلامي امت ستر زیانونه ؛ لکه د خلفاء راشدینو وژل کېدل (16) ، د عباسي خلافت سقوط(17) او د عثماني خلافت له منځه تلل (18)، د دې ټولو یو ستر لامل همدا تعصب، توکمپالنه او ورڅخه زېږېدلي خپلمنځي اختلافات وو.
له بده مرغه هغه خلک چي اختلاف رحمت بولي، تر ټولو بې حوصلې او تنګلیدي هم خپله دوی وي.
د تعصب او اختلاف د مخنیوي لاري:
د اسلامي امت یووالی د قرآن حکم، د عقل غوښتنه او د وخت اړتیا ده ؛ قرآن کریم په دې هکله وايي:
﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾. (19)
ژباړه: د الله او پېغمبر حکم ومنئ او په خپلو کي کشمکش (اختلاف) مه سره کوئ، که نه نو له ماتې سره به مخ شئ، قوت او دبدبه به مو ختمه شي، صبر وکړئ (پر دین کلک شئ ) یقینا چي الله د صبر کوونکو ملګری دی.
پورتني آیت خپلمنځي اختلاف او کشمکش د قوت او دبدبې د ختمېدو او د ماتي لامل بللی دی لکه څرنګه چي دغه خبره په مشاهده ثابته ده. د قرآن کریم د نازلیدو یو مقصد هم دا دی چي د اختلافاتو په ځای کي خلکو ته حق څرګند کړي د دې لپاره چي اختلاف يې حل شي؛ الله تعالی ویلي:
﴿وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ﴾. (20)
ژباړه: دا کتاب مي پر تا صرف د دې لپاره نازل کړی چي دوی ته هغه څه بیان کړې چي اختلاف يې په کي کړی او مؤمن ولس ته لارښود او رحمت وي.
﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾. (21)
ترجمه: ټوله د الله رسۍ ټینګه کړئ، فرقې فرقې مه جوړیږﺉ او پر تاسو د الله احسان در په یاد کړئ هغه وخت چي تاسو یو له بل سره دښمنان واست خو الله تعالی ستاسو د زړونو ترمنځ الفت واچاوه، نو د الله د نعمت په وجه سره وروڼه سواست او (دا هم در په یاد کړئ) چي تاسو د اور د کندي پر غاړه واست خو الله ورڅخه وژغورلاست، الله تعالی خپل آیتونه دغه ډول درته بیانوي د دې لپاره چي پرلاره سم شئ. ستاسو له منځه دي یو داسي ټولی وي چي خیر ته بلنه کوي، په ښو امر کوي او د بدو مخنیوی کوي او همدا خلک بریالي دي او د هغو خلکو په شان مه کېږئ چي د روښانه دلائلو د ورته راتلو وروسته فرقې فرقې (ډلي ډلي ) او سره مختلف شول او هغوی ته لوی عذاب دی.
دلته د قرآن كريم لارښووني دا دي: د الله پر دین سره اتفاق، له ډلبازیو څخه ډډه، د الله دین د یو داسي نعمت په توګه پېژندل چي د خپلمنځي دښمنیو درملنه کوي، د مسلمانانو د یووالي خوندي ساتلو لپاره خیر ته بلونکی ټولی درلودل او د تېرو خلکو له بې اتفاقۍ او اختلافاتو له ناوړه پایلو څخه عبرت اخیستل.
دغه آیت د قرآن کریم له هغوی مظلومو آیتونو څخه دی چي ډېرو خلکو د قرآن د مقصد پر ضد کارولی دی؛ هغو ګوندونو هم د خپلي لوګو پر سر لیکلی وو چي په را منځ ته کېدو يې ولس ټوټه ټوټه شو. زما د داسي کسانو نومونه او څېرې په یاد دي چي په یوه ګوند کي يې دننه نور ګوندونه جوړ کړل لکه یو شمېر خلک چي په مذهب کي مسلکونه جوړوي، دغه نوی مشر چي د ټوټه شوي ولس ټوټه يې بیاځلي ټوټه کوله د نوي ګوند جوړولو د وینا په شروع کي يې دغه ذکر شوی آیت ولوست، په داسي حال کي چي د وینا او کړني بنسټ يې د دغه آیت پر خلاف و؛ ځکه دلته قرآن دا نه وايي چي پر کوم ګوند را ټول شئ، بلکي وايي: د الله پر دین د مسلمان امت په توګه را ټول شئ. قرآن کریم په سورة الأنبیاء: 92 او سورة المؤمنون: 52 کي﴿أُمَّةً وَاحِدَةً﴾ یعني یو امت بللي یو، د یووالي فکر يې را کړی دی او را ته ویلي يې دي:
﴿وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾. (22) ترجمه: دا زما سمه لاره ده، نو د همدې لاري تابعداري کوﺉ، د دا (نورو) لارو تابعداري مه کوﺉ ؛ بیا به مو د الله له لاري څخه بېل کړي، دا حکم الله په ټینګار درته یاد کړی چي ګوندي تاسو (له مخالفته) ځان وساتئ.
د قرآن کریم پېغمبر محمد ﷺ هم د ډلبازیو او فرقه پالني درس نه دی راکړی، بلکي یو دین يې را ته وړاندي کړی چي نوم يې اسلام دی، په دې اړه محمد ﷺ ته الله امر کړی چي ووايي:
﴿إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴾. (23)
ترجمه: زه امر شوی یم په دې چي یوازي د دې ښار د هغه رب بندګي وکړم چي دا ښار يې حرمت والا ګرځولی او هرڅه يې په اختیار کي دي او په دې امر شوی یم چي له مسلمانانو څخه شم.
﴿قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي شَكٍّ مِنْ دِينِي فَلَا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ﴾. (24) ترجمه: ووايه: اې خلکو ! که زما له دين څخه په شک کي ياست نو زه خو د هغه څه عبادت نه کوم چي تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ. ليکن زه د هغه الله عبادت کوم چي تاسو وفات کوي او په دې امر شوی يم چي له مؤمنانو څخه شم.
عَنْ أَبِي مُوسَى، عَنِ النَّبِيِّ ﷺ قَالَ: « إِنَّ المُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا» وَشَبَّكَ أَصَابِعَهُ. (25)
ژباړه: ابوموسی رضي الله عنه وايي: پېغمبرﷺ وویل: « یو مؤمن د بل مؤمن لپاره داسي دی لکه دیوال، یو بل کلکوي » او خپلي ګوتي يې یو له بل سره جار ایستلې.
عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى». (26)
ترجمه: نعمان بن بشير رضي الله عنه وايي: پېغمبر ﷺ ویلي: مسلمانان په خپلمنځي مینه، یو پر بل رحم کولو او زړه سوي کي د یوه بدن په څېر دي، چي کله يې یو غړی ناروغه شي، دا نور بدن په بېخوبۍ او تبه کي ورسره همږغی او شریک وي.
یعني مسلمان امت باید دغه ډول وي چي یو د بل په درد ځان خبر کړي، هر اړخیزه خواخوږی ورسره ولري او مرسته يې وکړي؛ پېغمبر په بل حدیث کي ویلي: «الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ، وَلَا يَحْقِرُهُ التَّقْوَى هَاهُنَا» وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ «بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ، كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ، دَمُهُ، وَمَالُهُ، وَعِرْضُهُ» (27).
ترجمه: مسلمان د مسلمان ورور دى، ظلم نه ورسره كوي، ملاتړ يې نه پرېږدي او سپکاوی يې نه کوي. خپلي سینې ته يې درې ځله اشاره وکړه ويې ویل: تقوا دلته (په سینه کي) ده. د یو سړي د بدوالي لپاره یوازي دا خبره بس ده چي د خپل مسلمان ورور سپکاوی وکړي، پر هر مسلمان د بل وینه، مال او بې عزتي حرامه ده.
اوس تاسو فکر وکړئ چي نن زموږ امت دغه شرعي احکام څومره عملي کړي؟
د تېر بحث لنډیز دا چي تعصب، توکمپالنه او ورڅخه زېږېدلي اختلافات هغه ټولنیزي ناجوړتیاوي دي چي تل انسانان ورڅخه کړېدلي دي. اسلام د خلکو قومي او توکمیز توپیرونه مني او دا د خلکو په منځ کي یو تر بل د غورهوالي سبب نه ګڼي، د غورهوالي لاره يې اختیاري کار ګرځولی دی چي هغه په زړه کي له الله څخه وېره او د عمل سمون دی. اسلام خلکو ته دا بلني ورکوي چي په فکري او ایماني لحاظ یووالی ولري او ټول د الله پر دین متفق وشي او یو له بل سره د ورورۍ ژوند او چلند ولري.
لیکوال: محسن حنیف د تدریب ائمه انستیتوت مخکینی استاد
فوټ نوټ:
1ـ سورة الحجرات: ۱۰- 11.
2ـ سورة الحجرات: 13.
3ـ مسند الامام احمد: 23489.
4ـ سورة الروم: 22.
5ـ صحيح البخاري: 4907.
6ـ صحيح مسلم (3/ 1478) رقم الحديث: 1850 وسنن ابن ماجه (5/ 95)رقم الحديث: 3948.
7ـ سنن أبي داود (7/ 441) رقم الحديث 5121وصححه شعيب الأرنؤوط في تحقيقه على سنن أبي داود.
8ـ سورة الأنعام: 159.
9ـ سورة الروم 31 – 32.
10ـ سورة هود: 118 ـ 119.
11ـ مسند أحمد (30 / 390) حدیث شمېره: 18449.
12ـ سورة الأنعام: 65.
13ـ بحار الأنوار(1 / 227) دي وکتل شي.
14ـ فيض القدير (1/ 274) د زين الدين عبد الرؤوف المناوي لیکنه.
15ـ المقاصد الحسنة (ص: 70) د شمس الدین محمد بن عبد الرحمن سخاوي لیکنه.
16ـ شبهات حول الصحابة ذو النورين عثمان (ص: 110) د حافظ این تیمیه لیکنه او التنبيه والإشراف (1/ 250) د على بن الحسين المسعودي لیکنه، تاريخ المدينة (3/ 903) د عمر بن شبة لیکنه او صحيح البخاري (بَابُ قِصَّةِ البَيْعَةِ، وَالِاتِّفَاقِ عَلَى عُثْمَانَ: 3700 ) دي وکتل شي.
17ـ البداية والنهاية (17/ 356) د این کثیر لیکنه، سير أعلام النبلاء (16/ 385) د امام ذهبي لیکنه او ( أخبار الدولة العباسية ص: 361 بتحقيق عبد العزيز الدوري، وعبد الجبار المطلبي) دي وکتل شي.
18ـ تاريخ الدولة العلية العثمانية: 25 د محمد فريد بك لیکنه، الدولة العثمانية عوامل النهوض وأسباب السقوط (1/ 41 و236 – 240) د علي محمد الصلابي لیکنه، كيف دخل التتر بلاد المسلمين (ص: 68 – 70) د سليمان العودة لیکنه او كيف هدمت الخلافة (ص: 18- 19) د عبد القديم زلوم لیکنه دي وکتل شي.
19ـ سورة الأنفال: 46.
20ـ سورة النحل: 64.
21ـ سورة آل عمران: 103 – 105.
22ـ سورة الأنعام: ١٥٣.
23ـ سورة النمل: 91.
24ـ سورة یونس: 104.
25ـ صحيح البخاري: 481.
26ـ صحيح مسلم: 2586.
27ـ صحیح مسلم: 2564.
ځوابونه