په اسلام کي د تعصب او اختلاف درملنه (1)
تعصب او له هغه څخه راولاړ شوي اختلافونه او جګړې هغه څه دي چي له ډېره وخته انساني ټولنه ورڅخه کړېږي او ډېره دردوونکې بڼه يې بیا هغه ده چي یو موټی ولس او په خپلو کي سره وروڼه خلک یو له بل سره دښمنان کړي چي خپلمنځي مینه يې په کرکي، خپل ولس ته خیر غوښتنه يې په تخریب او یو د بل ملاتړ يې په پرديپالني بدل شي. دغه ډول اختلاف او یو له بل سره دښمني هر چا ته بد کار دی خو په ځانګړي ډول مسلمان ته بیا بېخي ډېر بد کار دی؛ ځکه له یوې خوا یې د دین له غوښتنو سره په ټکر كي عمل دی، له بلي خوا يې د سپېڅلي اسلام نوم ورسره بدېږي؛ ځکه ډېر خلک دا فکر کوي چي اسلام دغه ډول یو له بل سره فرقې او ډلي په دوی کي را منځ ته کړي چي د شا ته تګ او د وطن د وروسته پاته کېدو لامل ګرځېدلی دی؛ نو په همدې موخه دغه لیکنه ترسره شوې ده چي له سپېڅلي اسلامه دغه ناحقه تور هم رد شي او لږ تر لږه ناخبرو خلکو ته دا وښيو چي اسلام دغه ناوړه فکرونه او کړني په کلکه ردکړي او د دغه ډول ټولنیزو ناجوړیو د درملني لارښوونه يې خلکو ته کړې ده. که د دغه هدف ترڅنګ یو شمېر خلک هم دې ته متوجه شي او له تعصبه او خپلمنځي دښمنیو ځانونه وساتي، نو دا به ډېر ښه کار وي، خو په دې اړه ډېرو خلکو ته د سمون هیلي لږ دي؛ ځکه اکثره خلک خپل تعصب له خپل قوم یا ډلي سره خواخوږي او خپل اختلاف دینداري ګڼي.
اوس اول د اختلاف او تعصب تعریف، ډولونه، ورپسې يې د ردولو دلائل او د مخنیوي لاري بیانوو.
د اختلاف تعریف:
د اختلاف تعریف علامه مناوي داسي لیکلی:
الاختلاف: افتعال من الخلاف، وهو تقابل بين رأيين فيما ينبغي انفراد الرأي فيه.(1)
ژباړه: اختلاف په هغه ځای کي د دوو نظرونو ترمنځ تقابل دی چي هلته د نظر یووالی په کار وي.
ابو هلال عسکري د اختلاف سره د مذاهبو قید هم لګولی او لیکلي يې دي:
الِاخْتِلَاف فِي الْمذَاهب هُوَ ذهَاب أحد الْخَصْمَيْنِ إِلَى خلاف مَا ذهب اليه الآخر. (2)
ژباړه: په تګلارو کي اختلاف دا دی چي د دوو دعوه لرونکي يې یو د بل مخالف حکم غوره کړي.
مذهبي اختلاف دوه ډوله دی: یو اختلاف تنَوُّع بل اختلاف تضاد. د تنَوُّع اختلاف هغه دی چي د یوه طرف له صحت سره د بل طرف بطلان نه وي تړلی؛ لکه د لوی اختر له اولي ورځي وروسته حاجي ته په منا کي د پاته کېدلو لپاره د دوو او درو ورځو ترمنځ اختیار ورکول (3)، د قرآن کریم ځیني کلمات په بېلابېلو لهجو لوستل (4)، په سفر کي روژه نیول یا خوړل او بیا يې قضا راوړل(5)، دې ته ورته د هغو اصحابو کرامو عمل هم دی چي پېغمبر ﷺ ورته وویل: د بني قریظه سیمي ته تر رسیدو مخکي د مازدیګر لمونځ یو هم ونکړئ، پر لاري چي د لمانځه وخت را ورسېدی ځینو (د لمانځه د وخت عمومي دلیل ته په کتو) هملته لمونځ وکړ او ځینو (د پېغمبر ﷺ د دغي ورځي خصوصي امر او اجازې ته په کتو) د بني قریظه سیمي ته لمونځ ناوخته ورساوه او پېغمبرﷺ هیڅه خوا هم ملامته نکړه.(6) دا رنګه د اذان او اقامت د ځینو صفاتو په اړه اختلاف، د لمانځه په شروع او آخره کي راغلي بېلابېلي دعاګاني، د صلاة الخوف او وتر لمانځه ډولونه او همداسي نور چي دواړي خواوي صحیح وي.(7) اختلاف تضاد هغه دی چي د یوه طرف صحت د بل بطلان غواړي؛ لکه په قصدي ډول د الله له نوم اخیستلو پرته د ذبح شوي حیوان حکم چي یو مام شافعي (رح ) يې حلال ګڼي او امام ابوحنیفه (رح) يې حرام ګڼي. دلته په واقع کي یو قول صحیح کېدای شي؛ ځکه دغه ډول ذبح شوی حیوان په یوه وخت کي هم حلال او هم حرام نه شي کېدای. دغه رنګه له کب ( ماهي) پرته د نورو بحري حیواناتو د حل او حرمت په اړه اختلاف هم دی، د اصول الفقه په کتابونو کي د دغه ډول اختلاف په هکله وايي: حق په واقع کي یو دی، هر وخت هر مجتهد حق ته نه رسېږي، بلکي مجتهد کله خطا کېږي او کله حق ته رسېږي.(8) اجتهادي تېروتنه که له خپل اهله او په خپل ځای (فقهي فروع) کي واقع شي شریعت يې ګناه نه ګڼي، بلکي داسي شخص معذور او مأجور ( د یوه اجر مستحق) ګڼي.(9)
اختلاف تضاد کله د کفر او ایمان ترمنځ وي(10) او تر ټولو ناوړه او بدرنګه بڼه يې همغه ده چي د ایماني اصولو او عقیدې په ډګر کي د الله د کتاب په مقابل کي وي، په امت کي افتراق (يو له بله بېلتون) تَفَرُّق (پر فرقو وېشل) او دښمني رامنځ ته کړي؛ لکه په دې امت کي د ډېرو ډلو ټپلو اختلاف او د عیسی علیه السلام او ډېرو نورو موضوعاتو په اړه د یهودیانو او نصرانیانو اختلاف چي په ډېرو ځایونو کي يې دواړي خواوي پر غلطه وي(11)؛ دا ډول اختلاف تل قرآن کریم په کلکه غندلی او ویلي يې دي:
﴿وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ﴾ (12). ژباړه: هغه خلک چي په دې کتاب کي يې هم اختلاف کړی یقینا له حقه لري بېل شوي دي.
په دې اړه به نور دلائل وروسته راشي. دا چي دغه ډول اختلاف ډېر ځایونه له تعصبه سرچینه اخلي نو تعصب هم باید وپېژنو.
د تعصب تعریف:
تعصب عربي لفظ دی، له عَصَبیت څخه اخیستل شوی دی.(13) د عصبیت اصلي ریښه (عُصبة) ده چي د ډلي معنی لري؛ قرآن کریم د یوسف علیه السلام د وروڼو په هکله ويلي:
﴿إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ﴾ (14).
ژباړه: هغه وخت چي دوی وویل: یوسف او ورور يې هرومرو زموږ پلار ته تر موږ ډېر ګران دي په داسي حال کي چي موږ (نور وروڼه) یوه ډله نفر یو؛ یقینا زموږ پلار په څرګنده توګه تېروتی دی.
په اصطلاح کي تعصب دوه ډوله دی: یو قومي تعصب او بل فکري تعصب.
د قومي تعصب تعریف د قاموس المحیط شرح (تاج العروس) داسي لیکلی:
وَهُوَ أَنْ يَدْعُوَ الرّجلُ إِلى نُصْرَةِ عَصَبَته والتَّألُّبِ مَعَهم على من يُنَاوِئهم ظَالمِين كَانُوا أَوْ مَظْلُومِين. (15)
ژباړه: تعصب دا دی چي سړی د خپلي ډلي مرستي ته بلنه وکړي او د هغوی د مخالفینو پرضد تېزوالي کي ګډون ورسره وکړي که ظالمان وي که مظلومان وي.
د قومي تعصب تعریف له هغه حدیثه هم ښکاري چي ابوداود له واثلة بن الأسقع څخه نقل کړی وايي: قلت: يا رسولَ اللهِ، ما العَصَبِيَّةُ؟ قال: “أن تُعِينَ قومَكَ على الظُّلم”. (16)
ژباړه: ما وویل: اې د الله پېغمبره ! تعصب (توکمپالنه) څه شی دی؟ ده وویل: تعصب دا دی چي پر ظلم له خپل قوم سره مرسته وکړې.
شیخ شعیب ارنؤوط دغه حدیث د سند په لحاظ حسن بللی دی.(17) متن يې د قرآن کریم تأیید لري. (18) پېغمبر ﷺ ویلي: «مَنْ نَصَرَ قَوْمَهُ عَلَى غَيْرِ الْحَقِّ، فَهُوَ كَالْبَعِيرِ الَّذِي رُدِّيَ، فَهُوَ يُنْزَعُ بِذَنَبِهِ» (19). ژباړه: څوک چي پر ناحقه ( پر ظلم ) د خپل قوم مرسته کوي، د پر سر لوېدلي اوښ په څېر دی چي مخ په لوړه د لکۍ په کشېدو ایستل کېږي.
نو د همدې پورته تعریف پر اساس چي د شرعي نصوص تأيید لري، تعصب دا دی چي څوک په ناروا کي د خپل قوم مرسته وکړي د بل چا حق خپل قوم ته ورکړي. که کوم څوک له چا سره په مشروع کارونو کي مرسته کوي، که يې قوم وي که پردی، دا تعصب نه دی، دا رنګه که کوم څوک په خپله ژبه ږغېږي، دا تعصب نه دی. ژبنی او قومي تعصب دا دی چي څوک د بل چا قوم یا ژبي ته سپکاوی یا يې مخینوی وکړي. یو شمېر نازولي خلک چي د نورو په حقخوړلو عادت شوي، دوی همدا د بل حق تر پښو لاندي کول بېتعصبي ګڼي، پر دوی تعصب دومره غلبه کړې ده چي یوازي خپل ځان ورته انسان ښکاري او یوازي خپله ژبه د انسان ژبه ورته ښکاري. پر سترګو يې توره پرده اچولې ده آن تر دې چي خپل افراطي تعصب د بې تعصبي په نامه پرمخ وړي، چي هر څوک يې له طبیعته مخالف وي د فاشیست ټاپه ورباندي وهي، په داسي حال کي چي دی خپله غټ فاشیست او په تعصب روزل شوی دی. که بل څوک په خپله ژبه وږغېږي، هغه ته وايي: تاسو متعصب یاست. دغه ډول ناروغانو ته باید نصیحت وشي او په دې وپوهول شي چي که په خپله ژبه ږغېدل تعصب وي، نو دغه ښاغلي ولي په خپله ژبه ږغېږې؟ کوم دلیل چي دوی ته په خپله ژبه ږغېدل او لیکل روا کوي هغه يې نور ته هم روا کوي. تعصب خو همدا دی چي یو څوک خپل د ټول قوم ستاینه کوي حتی غله يې هم ښه خلک بولي او د بل قوم خلک یو مخ بد ګڼي. د بې تعصبه ورورۍ مطلب دا دی چي د هیچا ژبه، رنګ، وطن او قوم جرم و نه بلل شي او ټول د الله تعالی د قانون په وړاندي برابر وي.
د فکري تعصب تعریف عالمانو داسي لیکلی:
التعصب: عدمُ قبول الحق عند ظهور دليله (20) ژباړه: تعصب له ښکاره دلیل سره حق ردول دي.
د فکري تعصب له جملې ګوندي، فرقهيي او مذهبي تعصب هم دی؛ قاضي احمدنګري صاحب د تعصب پورتنی تعریف راوړي او ورسره زیاتوي: وَقَالَ حجَّة الْإِسْلَام مُحَمَّد الْغَزالِيّ رَحمَه الله فِي أَحيَاء الْعُلُوم: الْعلمَاء المتعصبون وَلَو لحق علمَاء السوء. (21)
ژباړه: امام غزالي په احیاء العلوم کتاب کي ویلي: هغه عالمان بد او ناکاره دي چي تعصب کوي که څه يې هم ( په خپل ګمان ) تعصب د حق لپاره وي.
د تعصب او توکمپالني بنسټ ابلیس ایښی دی ؛ ﴿قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ﴾. (22)
ژباړه: ابلیس وویل: زه تر آدم ډېر غوره یم، زه دي له اوره پیدا کړی یم او دی دي له خټو پیدا کړی دی.
دلته وینو چي ابلیس خپل د جوړښت عنصر یا ماده د آدم علیه السلام د جوړښت تر مادې غوره ګڼلې او د الله تعالی ښکاره حکم يې رد کړی؛ په دغه مرض اخته کسان ځانونه تر نورو ډېر هوښیار او عزتمن ګڼي؛
﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ﴾.(23) ژباړه: چي کله دوی ته وویل شي: داسي ایمان راوړئ لکه دا خلکو (پېغمبرﷺ او ملګرو) چي ایمان راوړئ، دوی وايي: آیا موږ د دغو کمعقلانو په شان ایمان راوړو؟ خبر شئ، یقینا همدا دوی کمعقلان دي
خو دوی ( په خپلي کمعقلۍ) نه پوهېږي.
﴿يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾. (24) ژباړه: منافقان وايي: که مدینې ته بیرته ورغلو، عزمتن خلک به هرومرو بې عزته خلک له مدینې باسي، دا په داسي حال کي چي عزت د الله، پېغمبر او مؤمنانو لپاره دی خو منافقان نه پوهېږي.
لیکوال: محسن حنیف د تدریب ائمه انستیتوت مخکینی استاد
فوټ نوټ:
1 التوقيف على مهمات التعاريف (ص: 41) د زين الدين عبد الرؤوف المناوي لیکنه.
2 الفروق اللغوية (ص: 157) د أبو هلال عسكري حسن بن عبد الله لیکنه.
3 سورة البقرة: 203 وګوره.
4 صحيح البخاري (6/ 184) بَابُ أُنْزِلَ القُرْآنُ عَلَى سَبْعَةِ أَحْرُفٍ، حدیث شمېره: 4992 وګوره.
5 سورة البقرة: 185 وګوره.
6 صحيح البخاري (5/ 143) حديث شميره: 4119.
7 رفع الملام عن الإئمة الأعلام (: 108)، اقتضاء الصراط المستقيم (1/ 151) ومنهاج السنة النبوية (6/ 127) د حافظ ابن تیمیه لیکنه.
8 كنز الوصول الى معرفة الأصول = أصول البزدوي (ص: 278) د علي بن محمد بزدوي حنفي لیکنه، كشف الأسرار شرح أصول البزدوي (4/ 31) د علاء الدین بخاري لیکنه او شرح التلويح على التوضيح (2/ 251) د سعد الدین تفتازاني لیکنه وګوره.
9 صحيح البخاري (9/ 108) بَابُ أَجْرِ الحَاكِمِ إِذَا اجْتَهَدَ فَأَصَابَ أَوْ أَخْطَأَ، حدیث شمېره: 7352.
10 سورة البقرة: 253 وګوره.
11 سورة البقرة: 113 وګوره.
12 سورة البقرة: 176.
13 تاج اللغة وصحاح العربية (1/ 182) د اسماعیل بن حماد جوهري لیکنه او شمس العلوم (7/ 4585) د نشوان بن سعيد يمني لیکنه.
14 سورة یوسف: 8.
15 تاج العروس (3/ 381) د مرتضی زُبیدي لیکنه.
16 سنن أبي داود (7/ 440) حدیث: 5119.
17 تحقیق شعیب أرنؤوط علی سنن أبي داود (7/ 440) حدیث: 5119.
18 سورة المائدة: ۲، سورة الشعراء: ۱۶ – ۱۷ او سورة القصص: ۱۵ وګوره.
19 سنن أبي داود (4/ 331)رقم الحدیث: 5117 وصححه الحاکم فی المستدرك (4/ 175) رقم الحدیث: 7275 ووافقه الذهبي.
20 التعريفات الفقهية (ص: 58) د محمد عميم الإحسان لیکنه.
21 جامع العلوم في اصطلاحات الفنون (1/ 218) د قاضي عبد النبي أحمدنګري لیکنه وګوره.
22 سورة ص: 76.
23 سورة البقرة: 13.
24 سورة المنافقون: 8.
ځوابونه