د سورة الفاتحه تفسیر (1)
«الحمدلله».
د حمد معنا: حمد د ثناء، ستاینې، شکر او دعاء په توګه استعمالېږي. د دعاء مفهوم په کښې ډېر دقیق پروت دی. د فارسي ترجمه یې ستایش او سپاس شوې ده. عربان وایي: «هوالثناء باللسان علی الجمیل الاختیاري، علی جهة التعظیم والتبجیل». (د تعظیم او احترام په نیت په ژبه د چا د ښو صفاتو او خویونو، ستاینه کول دي خو هغه صفات او خویونه چې اختیاري وي، لکه د چا سخاوت یا شجاعت ستایل).
المدح: مدح هم په ژبه د چا د ښو اوصافو ستایل دي خو هغه اوصاف چې اختیاري نه وي لکه د چا حسن ستایل. دلته له حمد نه مراد د الوهیت ټول صفات دي. مفسرین د مزید وضاحت لپاره وایي: د «الحمد» او «لله» ترمنځ د واجب یا ثابت توری مفهوماً مراد دی یعنې الحمد واجب / ثابت لله. حمد الله لره واجب، یا ثابت دی.
دلته الله دخپل ذات ستاینه کړې او انسان متوجه کول هم هدف دی چې باید دالله حمد او ثنا و وایي.
د حمد او شکر فرق دادی چې شکر په زړه ،ژبه او اندامونو درې واړو ترسره کیدای شي او حمد فقط په ژبه ویل کېږي. شکر عموما د نعمت او احسان مقابل کې ادا کېږي او حمد عام دی چې د نعمت مقابل کې وي او که نه ؛ بلکې حمد د چا د ښو صفاتو له امله ویل کېږي. خو داسې به څوک وي چې د خدای نعمتونه پرې نه وي.
«الله»:
1ـ د لغت د ماهرینو یو نظر دادی د «الله» د توري اصل مادة: أله، يأله إلاهُُ، دى. په وزن د فِعالُُ. دا توری «إلاهُُ» مصدر دی ، خو اِلاهُُ [مصدر] دلته په معنا د مألوهُُ [اسمٍ مفعول] دى، د مألوهُُ معنا ده معبود (هغه ذات چې عبادت یې کېږي). بیا د اِلاهُُ په سر کې الف او لام زیات شول دې سره له دې لفظ نه د «الله» لفظ جوړ شو. او معنا یې کېږي: المعبود بِحقِِ، [حق معبود، ریښتونی معبود، د عبادت اصلي حقدار].
ځکه دلته د اِلاهُُ په سر کې د اَلْ توری زیات شو دې زیادت سره له اِلاهُُ نه الْاِلهُ جوړ شو، نو معنا یې هم له معبود نه مخکې لاړه حق معبود/ ریښتونی معبود/ یا د عبادت اصلي حقدار جوړه شوه. بیا ألإلهُ کې د عربي ګرامر له مخی اعلال شوی منځنی حمزه یې ساقط شوی ، د الله لفظ ترې جوړ شوی،
٢- دوهم د عربي ژبې ځینو پوهانو ویلي چې د الله لفظ له، أله، يأله، نه مشتق نه دی، بس دغه توری د کائناتو د خالق اسم علم دی. عربانو له اسلام نه مخکی هم د الله د توري استعمال د خپل خالق لپاره کولو.
د الله تعریف علماوو داسې لیکلی دی: «ولفظ «الله» هو عَلَمٌ على الذات الواجب الوجود المستحق لجميع المحامد، وهو الإله الحق لجميع المخلوقات ولا معبود بحق إلا هو».
ژباړه: د الله لفظ د یو داسې ذات اسمِ علم دی چې د کمال د ټولو صفتونو مستحق دی او هغه د ټولو مخلوقاتو حق معبود دی ، له هغه نه پرته بل څوک حق معبود نشته دی.
لکه څنګه چې د الله ذات یو دی هم دغه ډول د الله لفظ هم نه جمع کېږي او نه تثنیه کېږي، تل مفرد دی.
د «الرَّب» معنا؟
الرَّب عربي ژبه کښې د الله له نومونو نه یو نوم دی. له اضافت پرته ئې اطلاق له الله نه پرته په بل چا نه کېږي ، لکه رب الدار ( دکورمالک). د رب معنا ده، پالونکی، مالک ، او السید ، الرئیس یعنې حاکم ، الله ته د رب العالمین ویلو معنا ده: د ټول مخلوق پالونکی، مالک او حاکم.
«العالَمِین»
العالمین: جمع د العالَم ده، عالَم وایي: پرته له الله نه ټولو موجوداتو ته. دلغت ځینو پوهانو ویلي: د عالَمُُ اطلاق یواځې په هر عقل لرونکي ذی روح مخلق باندې کېږي، لکه انسان، ملائک، جنیات او شیاطین.
پوښتنه: مخلوق ته ولې عالَمُُ ویل کېږي؟
الزجَّاج د عربیت ماهر وایي: وهو: مأخوذ من العَلم، والعَلامَة لأنه يدل على موجده.
ژباړه: عالَم له علَمُُ او علامةُُ نه اخیستل شوی علامة نښې ته وایي او دا مخلوقات هم په خپل مُوجِد دلالت کوي.
موجودات د موجد د وجود نښه او دلیل دی ځکه بې له خالق نه مخلوق منځ ته نه شي راتلی. د خلقِ بِلا خالق فلسفه په مخکنې قرن کې د کمونیزم مؤسسینو وړاندې کړې وه، پخوا زمانو کې هم لږ دهریان[ د خدای منکرین] تېر شوي دي چې دخلقِ بِلا خالق عقیدې ته قائل ول.
قران یې داسې ذکر کړیدی: «إِنْ هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ». [المؤمنون:٣٧]
«وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ ۚ وَمَا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ». [الجاثیة: ٢٤]
ژباړه: [دوی وائي]: فقط زموږ د دنیا دا ژوند دی ، مړه کېږو او ژوندي کېږو او موږ د قبرونو نه [د حساب کتاب] لپاره نه پاڅول کېږو.
دوی وائي: نه دی مګر زموږ د دنیا دا ژوند دی،مړه کېږو او ژوندي کېږو، موږ نه هلاکوي مګر زمانه او نشته دویته په دې اړه څه علم ، دوی فقط له ګومان څخه کار اخلي.
لیکوال: شیخ صاحب عبدالصبور عباسی
ځوابونه