د حلال کسب او اقتصاد ارزښت (2)

څلورم: د اسراف، مال ضائع کولو او بې دلیله حرامولو مخنیوی: اسلام انسانانو ته داسي لاره غوره کړې ده چي نه بخیلي وي او نه اسراف وي. د مال لګولو په اړه يې تل منځلاریتوب غوره کړئ دی ؛ الله تعالی وایي:

يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ. (سورة الأعراف: 31)

ژباړه: اې د آدم زامنو! د هر لمانځه په وخت کي خپل د ښایست کالي اغوندی، خوړل او څښل کوئ، خو اسراف ( تر حاجت اضافه لګښت ) مه کوﺉ؛ یقیني خبره ده چي الله اسراف کوونکي نه خوښوي.

په دغه آیت کي اول د لمانځه په وخت کي د کاليو اغوستلو امر شوی. دا ښيي چي دغه د عبادت لپاره د شرمځای پټول هم له مال پرته نه کېږي، ورپسې يې د خوړلو او څښلو امر کړی او له اسرافه يې منع کړې ده. اسلام د مال ضایع کول او په نامشروع لارو کي يې لګول حرام کړي دي، وايي: مال دي د اړتیا په کچه په سمو ځایونو کي ولګول شي او بې ځایه دي نه لګول کېږي، بلکي د دې پر ځای دي خپلو مستحقینو ته دي ورسول شي؛ لکه دا آیتونه چي وايي:

وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا، إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا. (سورة الاسراء: 26- 27)

ترجمه: خپل «قریب»، مسکین او مسافر ته د هغه حق ورکړه او اسراف مه کوه. بې شکه چي اسراف کوونکي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان د خپل رب ناشکره دی.

تبذیر له «بَذر» څخه اخيستل شوى دی. «بَذر» د غنمو او نورو دانو تخم ته ویل کېږي. نو د تبذیر مطلب دا چي مال هر لوري ته د تخم په څېر وپاشل شي. له تبذیر څخه منع مطلب دا چي مال بې ضرورته مه ضائع کوئ. ورپسې وايي: اسراف کوونکي د شیطانانو وروڼه دي. نو دا توري د اسراف شدید حرمت ښيي؛ ځکه له یوې خوا دا خبره ده چي قرآن کریم پر معمولي شیانو څوک د شیطان ورور نه ګڼي. له بلي خوا دا خبره ده چي په پای کي وايي: شیطان د خپل رب ناشکره دی او د الله تعالی په وړاندي دا ډول ناشکري ټینګه حرامه ده.

د مال د ضایع کولو له جملې يې بې دلیله حرام ګڼل هم دي، د مال ضایع کولو په رد کي پېغمبر ﷺ ویلي : إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَيْكُمْ: عُقُوقَ الأُمَّهَاتِ، وَوَأْدَ البَنَاتِ، وَمَنَعَ وَهَاتِ، وَكَرِهَ لَكُمْ قِيلَ وَقَالَ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ، وَإِضَاعَةَ المَالِ. (1)

ژباړه: الله تعالی یقینا پر تاسو حرام کړي دي : د میندو بې امري او ځورول، لوڼي په ژوندینه ښخول، منع او راکړه او تاسو ته يې بدګڼلي : تا ویلي او ما ویلي ( بې تحقیقه خبري)، ډېري پوښتني او مال ضایع کول.(2)

د بې دلیله حرامولو په رد کي قرآن کریم ویلي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ. (سورة المائدة: 87 – 88)

ژباړه: اې مؤمنانو ! هغه پاکیزه شیان مه حراموئ چي الله درته حلال کړي او له حده تېری مه کوئ؛ یقنیا چي الله تېری کوونکي نه خوښوي، له هغوی شیانو حلال پاکیزه خورئ چي الله درکړي او له هغه الله څخه ووېرېږئ چي تاسو ایمان په لرئ.

قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ لَكُمْ مِنْ رِزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِنْهُ حَرَامًا وَحَلَالًا قُلْ آللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللَّهِ تَفْتَرُونَ. (سورة یونس: 59)

ژباړه: اې پېغمبره! ووایه: د هغه رزق په هکله خبر راکړئ چي الله درته پیدا کړی، بیا تاسو په هغه کي ( له ځانه) حلال او حرام جوړ کړي، آیا الله اجازه درته کړې او که پر الله له ځانه دروغ جوړوئ؟

وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلَالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ. (سورة النحل: 116)

ژباړه: د هغه شي په هکله چي ستاسو ژبي يې په دروغو توصیفوي، مه وایاست چي دا حلال دی او دا حرام دی، چي په پایله کي يې پر الله دروغ جوړ کړئ، یقینا هغه خلک چي پر الله دروغ جوړوي، نه بریالي کېږي.

دغه آیتونه د هغو جاهلي دودونو او رسوماتو کلک رد کوي چي د دین په نامه پر حلالو شیانو له ځانه د حرام حکم کوي؛ د دغي خبري تفصیلي رد په الأنعام: 138 – 145 کي ذکر شوی دی.

پنځم: د مال لګولو او سم وېش په اړه لارښووني: له اسرافه مخنیوی او په سمه توګه د مال وېش د فقر ستونزه حل کولای شي؛ ځکه انسانانو ته الله تعالی په خپلي مځکي د دوی د اړتیاوو سره سم هرڅه پیدا کړي دي . د انساني ټولني اقتصادي ستونزي د وسائلو د کمښت په وجه نه دي را منځ ته شوي، بلکي د سم وېش د نه شتون په وجه ستونزي را منځ ته شوي دي؛ په دې اړه اول دغو آیتونو ته د ګرانو لوستونکو پام را اړوم چي وايي:

وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ. (سورة ابراهیم: 34)

ژباړه: الله تعالی تاسو ته له هر شي څخه برخه درکړې چي اړتیا ورته لرئ او که د الله نعمتونه وشمېرئ، شمېرلای يې نه شئ، انسان له شک پرته ظالم ناشکره دی.

دغه آیت ښيي چي الله تعالی د انسان د اړتیا هر څه په مځکه کي ورته پیدا کړي دي. ډېر نعمتونه يې ورکړي دي. خو انسان ظالم دی یو پر بل ظلم کوي او ناشکره دی. نو دلته د الهي قانون لارښووني ته اړتیا شته. د مالي چارو په اړه اسلام خلکو ته داسي دی لکه ښه ماهر او مخلص ډاکټر چي د ښو خواړو د ترلاسه کولو لاري چاري خلکو ته ورپه ګوته کوي او په ښه ډول له هغه څخه د ګټې اخیستلو لارښوونه کوي؛ د دې لپاره چي د زیان پرته ښه ګټه ورڅخه واخلي. دغه ډول اسلام خلکو ته وايي: له ګټورو مشروع لارو څخه حلال مال تر لاسه کړئ او په ښه ځایونو کي په لګولو سره ګټه ورڅخه واخلئ. قرآن كريم خلک دې ته هڅولي چي د مال په وېش کي انصاف وکړي او بې وزلو ته حق ومني ، د پرهېزګارانو خلکو په صفاتو کي وايي:

وَاٰتَی الْمَالَ عَلٰی حُبِّہٖ ذَوِی الْقُرْبٰی وَ الْیَتٰمٰی وَ الْمَسٰکِینَ وَ ابْنَ السَّبِیلِ وَالسَّآئِلِینَ وَ فِي الرِّقابِ. (سورة البقرة: 177)

ژباړه: مال ده ته له محبوبیت سره سره خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، مسافر، سوالګرو او د مریانو په آزادولو کي ورکوي.

د ( علی حبه ) ضمیر مال ته راجع دی ؛ څرنګه چي بل ځای الله تعالی ویلي دي:

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ. (سورة آل عمران: 92)

ژباړه: هيڅکله به ښېګڼي ته و نه رسېږئ ترڅو د خپلو محبوبو شیانو څه برخه د الله د رضا په خاطر و نه لګوئ.

په دغه آیت کي د « علی حُبِّه » قید ښيي چي الله ته هغه انسانان خوښ دي چي د مال په قدر پوهېږي، خو د ګرانښت سره يې د الله د رضا په خاطر لګوي.

ويُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ. (سورة الحشر:9)

ترجمه: ترخپلو ځانونو بل چاته لومړيتوب ورکوي که څه هم په خپله احتیاجي لري او څوک چي له خپل ذهني حرص څخه وساتل شي، نو همدا خلک بریالي دي.

البته دا مطلب نه لري چي ټوله شتمني دي پر یوه ځای ووېشي، په دې اړه د دغي مقالې په اوله کي د اقتصاد په تعریف کي هغه آیتونه ذکر شوي دي چي پرمنځلاریتوب ټینګار کوي. قرآن کریم خلک دې ته هڅوي چي نه اسرافګر وي نه بخیل، بخیلي هم له ډېرو بدو صفاتو څخه یو داسي بد صفت دی چي انسان له حق منلو او حق ادا کولو څخه منع کوي؛ په دې اړه قرآن کریم وايي:

 إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا، الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا. (سورة النساء: 36 – 37)

ژباړه: بې شکه الله هیڅ کبرجن او فخرجن نه خوښوي، دوی هغه کسان دي چي بخیلي کوي او نور خلک هم په بخیلي امر کوي او هغه نعمتونه پټوي چی الله له خپله فضله ورکړي او کافرانو ته مي بې عزته کوونکی عذاب چمتو کړی دی.

وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ. (سورة آل عمران: 180)

ژباړه: هغه کسان چي الله له خپل فضله کوم څه ورکړي خو دوی بخیلي پکښي کوي، هغوی دي ګومان نه کوي چي دا يې په ګټه دی، بلکي دا ورته شر دی، حتمًا به د قیامت په ورځ هغه څه د دوی غاړي ته لوېږي چي بخیلي يې پکښې کوله. د مځکي او آسمانونو میراث خو د الله دی اوالله په هغه څه ښه خبر دی چي تاسو يې کوﺉ.

د هغو خلکو په هکله چي مال مستحقینو ته نه ورکوي، قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ. (سورة التوبة 34- 35)

ژباړه: اې مؤمنانو! بې شکه ډېر ملایان او پیران د خلکو مالونه په باطله خوري او د الله له دین څخه مخنیوی کوي او هغه کسانو ته د دردوونکي عذاب خبر ورکړه چي سره اوسپین زر خزانه کوي او د الله په لاره کي يې نه لګوي. په کومه ورځ چي هغه د جهنم په اور کي سره شي نو د دوی تندي، اړخونه اوشاګاني به په وداغول شي، ورته به وویل شي: دا هغه څه دي چي تاسو د خپل ځان لپاره خزانه کړي، نو د هغه څه سزا وڅکئ چي تاسي خزانه کول.

قرآن کریم انسانان دې ته هڅولي چي د بې وزلو مستحقینو حق به ورکوي. دا حق دوه ډوله دی: یو معلوم حق لکه زکات چي نصاب، وخت او کچه يې ټاکل شوي دي. بل عام حق چي شتمن به د مستحق د اړتیا په وخت کي د خپل وس او همت په کچه مرسته ورسره کوي. قرآن کریم هم دواړه تعبیرونه کړي دي. د ټاکلي حق په اړه يې ویلي : وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ. (سورة المعارج: 24 – 25)

ژباړه: هغه خلک چي په مالونو کي يې سوالګر او بې برخي ته ټاکلی حق ورکړی.

د عام حق په اړه يې ویلي: وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ. (سورة الذاریات: 19)

ژباړه: متقیان په خپلو مالونو کي سوالګر او بې برخي وګړو ته حق ورکوي.

د بحث لنډیز

د تېر بحث لنډيز دا چي مال د اسلام له نظره ستر نعمت دی، په مشروع ډول لاس ته راوړل يې فرض دي، بې دلیله حرام ورته ویل، یا يې ضایع کول حرام دي، اسلام انسانانو ته د مال مشروع او نامشروع لاري یو له بله سره بېلي کړي دي، دوی يې دې ته هڅوي دي چي له مشروع لارو مال وګټي، خو د مال په لګولو کي نه هيڅ ډول اسراف وکړي، نه بخیلي، بلکي د مال په لګولو کي يې منځلاریتوب ور باندي حتمي کړی دی. په مال کي الله تعالی پر شتمنو د غریبانو لپاره دوه ډوله حق ټاکلی دی: یو معلوم حق لکه زکات، بل عام حق لکه صدقه او مرسته.

 

ليكوال: محسن (حنيف ) د تدريب ائمه انستيتوت استاد

 

____________________________________

[1] صحيح البخاري [3 /120 حدیث: 2408] وصحيح مسلم [3 /1341 ح: 593].

[1] د مَنَعَ وَهَاتِ مطلب دا چي د مرستي کولو لاس چا ته نه غزوي، خو له خلکو يې غواړي. بخیل سوالګر وي. قیل وقال : مطلب ډېري خبري کول، بې ځایه ږغېدل، بې تحقیقه د بل چا خبري نقلول. کثرة السوال : بې ضرورته پوښتني کول ؛ لکه د سورة المائدې په 101 نمبر آیت کي له دې څخه منع راغلې ده.

 

Related Articles

ځوابونه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *