په تعلیم کښې د امهات المؤمنین عملي رول
د قران له مخې علم ډیر محترم او د قدر وړ شی دی، قران کښی الله ج فرمائي:
۱ـ «قل هل یستوي الذین یعلمون و الذین لایعلمون».
ژباړه: و وايه! آيا هغه خلک چې پوهېږي او هغه چې نه پوهېږي سره يو برابر دي؟.
۲ـ «إنما یخشی الله من عباده العلماء».
ژباړه : په يقين توګه د الله په بندګانو کښې پوهه لرونکي خلک له هغه نه وېريږي.
او داسی نور ډير ایاتونه شته چې د علم په فضلیت دلالت کوي. او نبی ﷺ د علم او پوهې فضیلت بیانولو ته پوره پام کړی ده. د مثال په توګه: فرمائي:
«فضل العالم علی العابد کفضلی علی أدناکم».
ژباړه : د عالم فضیلت په عبادت کونکي داسې دی لکه زما فضيلت په تاسو کښې په يو ادنی کس. او داسې نور بې شمېره احایث.
د رسول پاک ﷺ ددې تشويقي بيان له امله صحابه کرام او تابعین عظام نر او ښځه په زده کړو بوخت شول، دومره ستر علمي نهضت او تحريک جزیره العرب کې بې سابقې و، کوم علمي او فکري نهضت چې اسلام بر پا کړ، عربان له اسلام نه وړاندې له داسې یو نهضت او تحریک سره اشنا نه و.
لکه څرنګه چې زموږ موضوع د ښځو د تعلیم سره تړلې ده له دې امله به دلته هغه موارد ياد کړو چې د اسلام پیل کښې ښځو علم او تعلیم سره څومره ډیره مینه ښوولې وه.
لومړی به له امهات المومنین نه پیل وکړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د نکاحونو یو هدف هم دا و چې کور والا یې له ده زده کړي او بيا يې نورو خلکو (ښځو او نرو ته) ورسوي، له ګڼو ښځو مبارکو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نکاح یو هدف دا و چې په دې طریقه خلک دنبي اکرم صلی الله علیه وسلم له علم نه خبردار شي.
او دې مبارکو ازواجو مطهراتو دا هدف په ډير ښه سرته ورسوه،بالخصوص حضرت عایئشة رضی الله عنها او أم سلمه رضی الله عنها:
1ـ عایشه بي بي:
عایشه بي بي د نبی علیه السلام په ښځو کې یواځنۍ پیغله ماندینه وه چې د یو روایت مطابق ١٦ کلنۍ او دبل روایت مطابق د 9 کلو عمر کښې رسول الله ته وا ده شوې وه. او د نبي پاک له وفات نه ډېر وخت وروسته وفات شوه(٥٨ هجري) له دې امله دې مبارکې له رسول الله ﷺ نه ډيره زده کړه کړې وه او د رسول اکرم له وفات نه وروسته هم تر ډيره وخته ژوندې وه چې ټول عمر یې د دین په تعلیم ورکولو کې تیر کړی وه.
د یو تحقیق له مخې دې مبارکې ۳۵۰ شاګردان درلودل، دومره ډېرو ښځو او سړو ترې احایث او علم زده کړی و.
د هغې مشهور شاګردان:
د روایت تر حده خو ډيرو لویو خلکو له دینه روایات کړيدي، چې په روایت کونکو کښې خپل پلار یې ( ابو بکر صدیق ) عمر فاروق رض عبدالله بن عمررض، ابوهریره، ابو موسی اشعري، عبدالله بن عباس، ربیعه بن عمرو الجرشي، سائب بن یزید، عمرو بن العاص او صفیه بنت شیبه هم شامل دي.
علماء وایې: د عائیشې رضی الله عنها د شاګردانو شمېر خو ډير دی لکن مشهور شاګردان یې پنځه
دي، کومو چې د دې علم او فتواګانې خبرې کړيدي.
١ـ عروه بن زبیر: دا د اسماء بنت ابی بکر زوی او دعایشې بي بي خورین (ابن الاخت ) و دا ډير عالم فاضل شخصیت و، د حضرت عمر رض په خلافت کښې زیږیدلی و د (دهجرت په ۲۳ کال)
په مدینه منوره کښې ډېر مشهور فقهاء اوسېدل چې يو په کښې عروه بن الزبير هم و.
٢ـ القاسم بن محمد بن ابی بکر: دا عایشې رضی الله عنها وراره و، پلار یې محمد چې کله قتل کړای شو دا وړوکی و، د حضرت عایشې په غیږه کښې لوی شو، هغې تربیه کړ، له خپلې عمه نه یې ډېره زدکړه وکړه، په (١٠٨) هجري کې وفات شوی دی، دا هم د مدېنې په هغه فقهاء سبعه کښې شامل و. علماؤ یې ډير توصیف او تعریف کړی چې ډير ذهین فیهم، عابد، زاهد او متواضع شخصیت و،
٣ـ مسروق بن الاجدع: عایشې رضی الله عنها له وړکتوب جنه د ده کفالت کړی او تربیه کړی ئې و، مسروق له هغې نه کافی مقدار علم حاصل کړی و، دعایشې رضی الله عنها ډير احترام به ئي کوه، درلور نوم یې عائیشه ایښی و، غصه کېده به ورته نه. دا د صحاح سته مشهور را وې دی، یعنې محدثینو د ده په علم، روایت، دیانت او ثقاهت قوي اعتماد کړيدی، دا عالم، فاضل شخصیت شپيتم(60) هجري، کښې وفات شوی دی.
4ـ عمرة بنت عبدالرحمن الانصاریة: دا د عایشې رضی الله عنها شاګرده وه د مدینی منورې د بنونجار له کورنۍ سره یې تعلق وه، نیکه ئي له مشرانو صحابه کرامو ځنې و، ویل شوې چې پلار ئې هم صحابي و، ډیره فقیه او عالمه فاضله، بي بي وه.
٥ ـ معاذه العدویة: دا د عراق د بصرې ځنې وه، میړه ئې صله بن اشیم نومیده، له مشرانو تابعینو ځینې و، دیانت او تقوی ئې مشهوره وه. د کابل په جنګونو کښې دا مبارک شهید شوی و، دا پیښه د حجاج بن یوسف د حکومت په پیل کښې واقع شوې وه. د عایشې رضی الله عنها په اړه د حاکم له مستدرک نه نقل شوي چې د دیني احکامو څلورمه برخه له عائشې بي بي نه نقل شوې ده. له دې مبارکې بي بي نه دوه زره دوه سوه لس (٢٢١٠) احایث روایت شوي دي.
له عایشې بي بي ځنې روایت کونکي:
علقمه بن قیس، عکرمة، مجاهد، شعبي، زربن حبیش، عبید بن عمیر اللیثي، سعید بن المسیب، اسود بن یزید، محمد بن سیرین، طاوس بن کیسان، عطاء بن ابی رباح، سلمان بن یسار، علي بن الحسین، یحیی بن یعمر، ابن ابی ملیکه، ابو برده بن ابو موسی الاشعري، ابو الزبیر المکي، مطرف بن عبدالله بن الشخیر او داسې نور….
دا ټول ستر ستر تابعین علماء دي چې دخپل وخت محدثین، مفسریڼ، فقهاء، قاضیان او مفتیان ول.
د حضرت عائشې شاګردانې:
په ښځو کښې يې هم شاګردانو شتون درلود لکه : عايشه بنت طلحه، جرة بنت دجاجة، حفصة بنت عبدالرحمن بن ابی بکر، خیرة د حسن بصری رحمه الله مور، صفیه بنت شیبه او داسې نورې.
دا ټول هغه شخصیات دي چې د علم غرونه ګڼل کېږي.
د مسروق ګواهي :
مسروق وايې مشران صحابه مې لیدل چې له عایشې بي بي نه به یې پوښتنې کولې. عمر او عثمان رضی الله عنهما به ورته مسائل محول کول، په ځآنګړې توګه هغه مسائل چې له ښځو سره به يې تړاو درلود، همدا راز د نبي علیه السلام د کور ننه احوال او دېته ورته معاملات چې هغې کښې به د دې په څیر معلومات بل چا سره نه ول.
٢ـ حفصه ام المومنین:
حضرت حفصه رضی الله عنها د حضرت عمر رضی الله عنه لور ده او د محمد ﷺ کور ودانۍ ده،
دې مبارکې له رسول الله ﷺ نه شپېته احادیث نقل کړیدي. د صحابه کرامو او تابعینو یو جماعت له دې نه احادیث روایت کړیدي، لکه خپل ورور ئې (عبدالله بن عمر)
حارثه بن وهب، شتیر بن شکل، مطلب بن ابي، و داعه، عبدالله بن صفوان الجمحې، وراره ئې حمزه بن عبدالله او د وراره ښځې ئې صفیه بنت ابی عبیده، ام مبشر الانصاریة، عبدالرحمن بن الحارث بن هشام، مسیب بن رافع او داسی نور.
3ـ زینب بنت جحش:
دا مبارکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه وروسته لومړنې ښځه وه چې وفات شوه د دې مرویات د نورو په نسبت لږ دي، خو ډیرو مهمو موضوعاتو کښې ترې ځنې احادیث روایت شوي دي چې هغې کښې د یا جوج اوماجوج د خروج روایت هم شامل دی.
4ـ أم سلمه ام المومنین:
د نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د ازواج مطهراتو له جملې ځنې وه، اصل نوم ئې هند بنت امیة وه.
د خپل پخوانې میړه او فاطمې بي بي نه ئې هم احادیث روایت کړي دي او مباشر له نبی علیه السلام نه یې هم روایات بيان کړي دي، ځکه چې دا ام سلمه بي بي د ابو سلمه له وفات نه وروسته د نبي علیه السلام په نکاح کښې راغله.
له ام سلمه رضی الله عنها نه ئې بچیانو عمر بن ابی سلمه او زینب بنت ابی سلمه، ورورئې عامر بن ابی امیه او وراره ئې مصعب بن عبدالله او ډیرو صحابه کرامو او تابعینو روایات کړي دي، له دې نه روایت شوی احادیث (۳۷۸) دي.
5ـ ميمونه بنت الحارث:
دا هم د رسول پاک ﷺ کور ودانه وه، دې بي بې له نبي علیه السلام نه ۷۶،، احادیث روایت کړيدي.
6ـ أم حبيبه:
له دې بي بي نه ۶۵،، احادیث روایت شویدي همدا راز له ټولو ازواج مطهراتونه خلکو احادیث زده کړي او روایت کړي دي. چې له ټولونه ډير عایشې رض روایت کړيدي او عائشة بي بي په شعر لغت او طب کښې هم پوهېده، فتواوې به ئې هم ورکولې.
له دېنه معلومه شوه چې د سړو په شان ښځو هم د علم په نشر او اشاعت کښې بشپړه ونډه اخیستې ده، تعلم، تعلیم او علم یواځې سړو پورې ځانګړی نه دی.
لیکوال: شیخ صاحب عبدالصبور عباسی
Responses