دسورة الفاتحة فضیلت، نومونه او احکام

حافظ جلال الدین السیوطي (رحمه الله) د سورة الفاتحة ٢٥ پنځه (ویشت) نومونه یاد کړیدي ځينو یې شل نومونه شمېرلي دي ، هر چا دخپل تحقیق او څېړنې په کچه خبره کړېده.
السیوطي یې دا لاندني نومونه یاد کړي دي:
«الفاتحة ، فاتحة الكتاب، أم الكتاب، أم القرآن، القرآن العظيم، السبع المثاني، الوافية، الكنز، الكافية، الأساس، النور، سورة الحمد، سورة الشكر، سورة الحمد الأولى، سورة الحمد القصرى، الرُّقية، الشفاء، الشافية، سورة الصلاة». (الاتقان في علوم القران)
په دې کې ډېر نومونه داسې دي چې په روایاتو کې نقل شویدي، د سوة فاتحې ډېر اسماء، صفتي یا لقبي اسماء دي.
د آیتونو شمیر:
د آیتونو شمېر یې په اتفاق د علماؤ اوه (٧) دي. ځینې علماء تسمیة «بسم الله….» د سورة الفاتحة یو آیت ګڼي. کوم علماء چې تسمیة له فاتحې نه یو آیت نه مني، شپږم آیت صراط الذین انعمت علیهم شمېري.
د سورة الفاتحة فضیلت:
عن أبي سعيد بن المعلى (رضي الله عنه) قال: كنت أُصلي بالمسجد فدعاني رسول الله صلى الله عليه وسلم فلم أجبه، ثم أتيته فقلت: يا رسول الله! إني كنت أُصلى، فقال: «ألم يقُل اللهُ تعالى: يا أيُّها الّذين آمنُوا استجيبُوا للّه وللرّسُول إذا دعاكُم، ثُمّ لأُعلّمنّك سُورةً هي أعظمُ سُورةٍ في القُرآن قبل أن تخرُج من المسجد». فأخذ بيدي، فلما أردنا أن نخرج، قلت: يا رسول الله، إنك قلت: لأعلمنك أعظم سورة في القرآن! قال: «الحمدُ لله ربّ العالمين: هي السّبعُ المثاني، والقُرآنُ العظيمُ الّذي أُوتيتُهُ». (رواه البخاري، وأبو داود، والنسائي).
ژباړه: له ابو سعید بن المعلى نه روایت دی: چې ما مسجد کې لمونځ کولو، نبي عليه السلام را وبللم، زه فوراً رانغلم له مونځ کولو نه وروسته راغلم، ما وویل: ای دالله رسوله ما لمونځ کولو؛ نبي کریم صلی الله علیه وسلم و ویل ولې تا قران کې نه دي لوستي، ای د ایمان خاوندانو! د الله او رسول استجابت وکړئ کله مو چې را وبلي. مسجد څخه له وتلو وړاندې به درته داسې سورة زده کړم چې قران کې تر ټول عظیم الشان سورة دی، زه یې له لاس نه ونیولم روان شو کله چې له مسجد نه وتلو ته نژدې شو ، ما ورته و ویل تاسو فرمایلي ول چې د قران ستر سورة به درته زده کړم، وئې فرمایل: الحمدلله رب العالمین. همدا هغه السبع المثاني و القران العظیم دی چې ماته راکول شوی.
همدغه راز پېښه له ابي بن کعب (رضی الله عنه) سره هم شوې وه، هغه ته ئې ویلې و داسې سورة به در زده کړم چې تورات، انجیل، زبور او فرقان کې یې الله مثل نه دی نازل کړی. (ترمذي، ابن خزیمة، ابن حبان)
ابن عباس (رضی الله عنهما) نه روایت دی:
وعن ابن عباس رضي الله عنهما، قال: بينما جبرائيل، عليه السلام، قاعدٌ عند النبي صلى الله عليه وسلم، سمع نقيضًا من فوقه فرفع رأسه، فقال: هذا بابٌ من السماء فتح، لم يفتح قط إلا اليوم، فنزل منه ملك، فقال: هذا ملكٌ نزل إلى الأرض لم ينزل قط إلا اليوم، فسلم وقال: أبشر بنورين أُوتيتهما لم يُؤتهما نبي قبلك: فاتحة الكتاب، وخواتيم سورة البقرة، لن تقرأ بحرف منهما إلا أعطيته. (رواه مسلم، والنسائي).
ژباړه: جبرائیل عليه السلام نبي علیه السلام سره ناست و، څه غږ یې واورېده، پورته یې وکتل ويې ویل: دا د اسمان یوه دروازه ده چې فقط نن پرانستل شوه ، یو ملک ترې راکوز شو چې فقط نن ځمکې ته راغلی دی.
هغه تازه کښته شوي ملک و ویل ای د الله رسوله! د دوه رڼاګانو بشارت قبول کړه، چې ستا نه وړاندې کوم بیغمبر ته نه دي ورکول شوي، یو سورة فاتحة، دوهم د سورة بقرة خواتیم [وروستي دوه ایتونه] بیا یې وفرمایل: لن تقرأ بحرف منهما إلا أعطيته.
ته د دې یو، یو حرف نه لولې مګر درته درکول کېږي. د دې دوه معناګانې دي: یوه دا چې د یو یو حرف د لوستلو به الله اجر درکوي، بل مفهوم یې دادی چې ملاعلي قاري او شیخ سندی د النسائي حاشیه کې بیان کړی:
وقال الملا علي القاري (رحمه الله) في المرقاة: «أي أعطيت ما اشتملت عليه تلك الجملة من المسألة كقوله: اهدنا الصراط المستقيم ـ وكقوله: غفرانك ربنا». [له حرف نه مراد یوه برخه ده] چې هره برخه یې ولولې په هغې کې چې کومه غوښتنه ده الله هغه غوښتنه تاته درکوي.
ابو سعید خدري په سورة الفاتحة یو لړم چیچلی کس دم کړی و، الله ورته صحت ورکړی و. دا کیسه امام بخاري په کتاب الطب کې نقل کړېده. امام پسې دسورة الفاتحة لوستل اختلافي مسئله ده ، حنفي فقهاء د نه لوستلو قائل دي. شوافع یې د لوستلو قائل دی،ځینې حنفي علماء یې سِرِّی لمونځونو کې لوستل غوره ګڼي او جبري کې ئې نه لوستل راجح ګڼي.
دغه مسائلو کې تشدد درست نه دی، دواړه اړخه علماؤ سره خپل دلائل شته دي ، د احنافو یو دلیل د قران آیت دی: «وَ إذا قُرِئَ القُرآنُ فاسْتَمِعوا لَهُ وَ أَنْصِتوا لَعَلَّکُم تُرْحَمونَ». (الاعراف:٢٠٤)
کله چې قران لوستل کېږي غوږ ورته کېږدئ او چپ اوسئ شاید رحم درباندې وشي. او د مسلم شریف حدیث دی چې إذا قرء فانصتوا ،، چې کله امام قرءت کوي نو چپ اوسئ. او دا حدیث چې “انما جعل الإمام لیؤتم به”.

لیکوال: شیخ صاحب عبدالصبور عباسی

Related Articles