د سورة الفاتحه تفسیر (2)
«مالک یوم الدین»:
ژباړه : “هغه” د جزاء د ورزې مالک دی. مالِک او ملِک دواړه قسمه لوستل شوی دی. د عاصم قرائت مالِک دی.
مالک وایي: څښتن ته عرب وایي: کېږي مالک الدار دکور مالک/ څښتن. الله تعالی د جزاء د ورزې مالک دی.
مَلِک: بادشاه ته وایي معنا داشوه چې الله د د قیامت د ورځې بادشاه دی. د الله په اړه دواړه معنا ګانې درستې دي. ځکه چې همغه د حساب کتاب د ورځې واکدار او څښتن دی.
الدین: جزاء او بدلې ته وایي، اخرنۍ ورز ته د جزاء ورځ ځکه ویل کېږي چې هلته به هر څوک د خپل عمل جزاء/ بدله ګوري.
دا جمله/ آیت د هغو خلکو د عقائدو د اصلاح لپاره ویل شوې ده چې داعقيده یې لرله چې زموږ معبودان به د آخرت په ورځ موږ د الله له عذاب نه خلاصوي.
دلته خبره واضح شوه چې د حساب ، کتاب د ورځې څښتن او بادشاه الله دی هیڅوک څوک د الله له عذاب نه نه شي خلاصولی ، د خلاصون لپاره دوه مهم اسباب دي لومړی: ایمان دوهم : صالح عمل ، د درستې عقېدې او صالح عمل په نتیجه کښې پر بنده د الله تعالی فضل کېږي
«إیَّاکَ نَعبُدُ وَ إیّاکَ نستعٍینُ».
يواځې ستا عبادت کوو او يواځې له تانه مرسته غواړو.
دې آیت ، کښې دا رازده کوي چې د عبادت لائق یواځې الله دی ، له هغه سره بل څوک شریک نشته دی چې موږ دهغه بل عبادت هم وکړو. انبیاء، اولیاء، علماء، پریان، ملائک نه الله سره شریک دي، او نه د عبادت استحقاق لري.
همدا راز لمر ، سپوږمۍ ، ستوري ، اور ، بتان ، قبرونه ، تېګې ، ونې او بوټي هم د دې وړ نه دي چې موږ ورته سر ټیټ کړو، یا ترې د خیر هیله ولرو او یا یې له ضرر نه و وېرېږو. د خیر او شر مالک یواځې الله دی ، خیر او شر دواړه د الله په واک کښې دي. څومره کیسې چې خلکو په دې باب اورېدلي دي ، چې له الله نه پرته بل څوک هم په غیبي توګه ، د اسبابو له استعمال نه پرته چاته تاوان یا ګټه رسولی شي ، د اسلام له تعلیماتو نه مخالفې او دروغ کیسې دي.
قران وایي:
«وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ». [فاطر:13]
هغه چې تاسو یې له الله پرته رابلۍ ، هغه د یوې ذرې څښتنان هم نه دي.
«إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُواْ دُعَآءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُواْ مَا ٱسْتَجَابُواْ لَكُمْ». [فاطر:14]
که تاسو یې را وبلۍ ستاسو بلنه نه اوري او که بالفرض ستاسو بلنه واوري ، ستاسو دعاء نه شي قبلولی.
له الله پرته بل هیڅوک د چا چغې او فریادونه نه شي اورېدی ، که یې واوري بیا یې دقبول وړتیا او واک نه لري.
لفظي تحلیلات:
«اِیّاکَ» د مفعول ضمیر دی، راجع دی الله ته د مفعول ضمیر کې قاعده داده چې له فعل نه وروسته راځي. کله چې دمفعول ضمیر په فعل مخکې کېږي نو هلته ځانګړی هدف موجود وي ، دلته هغه ځانګړی هدف او غرض حصر او اختصاص دی ، یعنې دا چې موږ دا عبادت په الله پورې مختص او محصور کوو ، بل څوک ورسره د نه شریکولو ژمنه کوو.
همدا مسئله په ایاک نستعین کې ده، چې ضمیر متصل په منفصل تبدیل شوید، د کوم ضمیر ځای چې وروسته و، مقدم ګرځول شوی ، [په فعل مقدم شوی] اوس یې معنا شوه: یواځې ستانه مرسته غواړو ، نه له بل چانه.
همدې ته توحید وایي، چې عبادت یواځې د الله وشي او استعانت هم یواځې له الله نه وغوښتل شي. کوم امور چې د اسبابو لاندې نه راځي ، هغې کې له مخلوق ځنې مرسته غوښتل او دا عقیده ساتل چې ده سره داسې غیبي قوت شته دی چې د اسبابو او وسائلو له استعمال پرته هم مرسته کولی شي ، دغه شان عقیده ساتل په شرک کې حسابېږي.
توحید دېته ويل کېږي چې عبادت یواځې د الله وکړل شي او مرسته هم یواځې له الله نه وغوښتل شي.
«إهدِناالصِّراطَ المُستقِيمَ».
موږ ته سمه لار و ښایه. دا ترجمه هم کېدای شي: موږ په نیغه لار کلک کړه.
دا ځکه چې نیغه لار خو موږ ته ښول شوې ده، اوس دعاء کوو چې الله مو پرې کلک کړي.
له هدایت غوښتو څخه هدف دادی چې موږ ته د فکر او عمل د داسې منهج لور ته لارښونه وکړه، چې موږ ته زموږ د ژوند ټولو اړخونو کې حق لار تعیین کړي ، تر څو موږ له فکري ، اعتقادي او عملي ، بې لاریتوب ، څخه بچ شو او د اعتدال ، وسطیت او توازن لار ، ښه وپېژنو.
ربط:
د مخکنې آیت اخر کې راغلل «ایاک نستعین» دلته راغلل «اهدنا الصراط المستقیم». یعنې موږ سره دا مرسته هم وکړه چې نېغه لار مونږ ته وښایه ، ځکه له ټولو نه غټه مرسته همداده چې انسان یې د درستې لارې د پېژندلو لپاره له الله نه غواړي.
دهدایة معنا:
«الدلالة بلطف». په نرمۍ سره لارښونه.
دهدایة اقسام:
قاضي بیضاوي د هدایت څلور اقسام بیان کړي دي.
١- «إفاضة القوى التي بها يتمكن المرء من الاهتداء إلى مصالحه كالقوة العقلية والحواس الباطنة والمشاعر الظاهرة».
ژباړه: داسې قوتونه الله انسان ته ورکړي چې بنده پرې د خپلو مصالحو پېژندلو ته لار پیدا کړي، لکه عقلي قوتونه ، باطني حواس او ظاهري مشاعر او حواس.
داهم یو نوع هدایت دی.
٢- دوهم داچې د حق او باطل ، صلاح او فساد د جلا والي په خاطر الله تعالی داسې دلائل قائم کړي چې انسان دهغې په اساس د حق او باطل د توپیر لار ومومي.
لکه چې الله فرمایي: «وهدینه النجدین».
«وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَـٰهُمْ فَٱسْتَحَبُّواْ ٱلْعَمَىٰ عَلَى ٱلْهُدَىٰ». [فصلت:١٧]
٣- یو نوع هدایت دادی چې الله کتابونه نازل کړي او انبیاء راولېږي چې خلکو ته نېغه لار واضحه کړي.
٤- څلورم قسم هدایت دادی: «أن يكشف على قلوبهم السرائر ويريهم الأشياء كما هي بالوحي ، أو الإلهام والمنامات الصادقة ، وهذا قسم يختص بنيله الأنبياء والأولياء. وإياه عنى بقوله:
«أُوْلَـئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ ٱقْتَدِهْ» [الانعام:٩٠]
«وَٱلَّذِينَ جَـٰهَدُواْ فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا» [العنکبوت:٦٩]
ژباړه: یو نوع هدایت دادی چې الله د وحیې ، الهام یا ریښتونو خوبونو په ذریعه د ځینو بندګانو په زړونو کښې ځینې اسرار منکشف کړي او کائنات ورته هغه شان ور څرګند کړي ،لکه څنګه چې دي.
دا بیا د ده د لارښونې وسیلة جوړه شي، بیضاوي وایي:
داقسم هدایة انبیاء او اولیاؤ ته کېږي، چې د قران پورته ذکر شوو آیتونو کې ورته اشاره شوې ده.
«صراط الذین انعمت علیهم، غیرالمغضوب علیهم ولا الضالین».
ژباړه:
لاره د هغه کسانو چې تا پرې نعمتونه کړيدي ، غضب پرې نه دی شوی او ګمراهان نه دي.
تفسیر:
نعمتونه دوه قسمه دي ، یو مادي نعمتونه دوهم روحاني او دیني نعمتونه ، چې ټولو کې لوړ نعمت د ایمان او صالح عمل نعمت دی. مراد له هغه خلکونه چې نعمتونه پرې شوي انبیاء ،صدیقین ، شهداء او صالحین دي، «وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُولَٰئِكَ رَفِيقًا» [النساء:٦٩]
فائده:
د اشخاصو د تعیین سره ، عامو خلکو ته د هدایت لار پیدا کول آسانه کېږي او څوک یې غلطولی بیا هم نه شي کله چې پورتنیو یاد شوو ، شخصیاتو پسې اقتداء وکړي. چې کله هم له انسان نه لاره ورکېږي لنډه لاره ورته الله په ګوته کړه چې دغه خلکو پسې لاړ شئ لار به ومومئ. د نن زمانې مسلمان ، مارکس ، لینن، انګلز ، ډارون او فرائډ پسې روانېږي ، محمد صلی الله عليه وسلَّم، ابوبکر ، عمر او د صحابه ای کرامو لار نه تعقیبوي او ځان ښه سوچه مسلمان هم ګڼي. ژوند کښې قدوه لرل په سمې لار د تلو لپاره مهم دي.
«غیرالمغضوب علیهم و لا الضالین».
دلته هندي او زموږ دپښتو مفسرینو ترجمه داسې کړې ده [نه لار د هغه کسانو چې غضب پرې شوی او نه لار د ګمراهانو] دا ترجمه مفهوم تر یوې اندازې واضحه کوي ، خو دا قران د الفاظو درسته ترجمه نه ده، درسته ترجمه هغه ده چې موږ اختیار کړېده ، دلته مؤمن له خپل رب نه داغواړي ، چې موږ ته د داسې خلکو لار وښایه چې تا پرې نعمتونه کړيد، غضب پرې نه ده شوی او ګمراهان نه دي.
تفسیر بیضاوي او مدارک کې وایي:چې غیرالمغضوب ……. بدل دی د الذین نه او یا صفة دی.
د بیضاوي عبارت: «بدل من {ٱلَّذِينَ } على معنى أن المنعم عليهم هم الذين سلموا من الغضب والضلال. أو صفة له مبينة أو مقيدة على معنى أنهم جمعوا بين النعمة المطلقة وهي نعمة الإيمان، وبين السلامة من الغضب والضلال».
مغضوب او الضالین؟
مغضوب علیهم نه مراد بدعمله، مجرمین او فاسقان دي او له الضالین نه مراد ، جاهلان ، بې لارې او ګمراهان دي ، مؤمن له الله نه غواړي چې د داسې خلکو لار راته وښایه چې صالحین او نیکان دي ، بدعمله ، بدکرداره ، جاهلان او بې لارې نه وي.
قاضي بیضاوي تفسیر کې وايي: «ويتجه أن يقال: المغضوب عليهم العصاة والضالين الجاهلون بالله ، لأن المنعم عليه من وفق للجمع بين معرفة الحق لذاته والخير للعمل به ، وكان المقابل له من اختل إحدى قوتيه العاقلة والعاملة. والمخل بالعمل فاسق مغضوب عليه لقوله تعالى في القاتل عمداً: «وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ» [النساء:93] والمخل بالعقل جاهل ضال لقوله: فَمَاذَا بَعْدَ ٱلْحَقّ إِلاَّ ٱلضَّلاَلُ.
د سورة الفاتحة آخر کې آمین ویل سنت دي.
په دې د علماؤ اتفاق دی چې آمین د قران توری نه دی ، نبي عليه السلام امر کړی چې د الفاتحة اخر کې آمین و وایاست ، ځکه چې د امام آمین پسې ملائک هم آمین وايي ، که دچا آمين د ملائکو آمین سره برابر شو الله یې مخکني ګناهونه معاف کوي.
حدیث: عن أبي هريرة رضي الله عنه: إذا أَمَّنَ الإمام فأمنوا، فإنه من وافق تأمينه تأمين الملائكة: غفر له ما تقدم من ذنبه». [متفق عليه]
د آمین معنا ده «اِفْعَلْ یا اِستَجِب». [ای الله زموږ دا دعاء قبول کړئ]
د امین خفیه ویل:
جهري منځونو کې امام پسې آمین خفیه ویل سنت دي. ځکه آمین دعاء ده ، قرآن کې الله وایي خپل رب خفیه را وبلئ.
«ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ» [الاعراف:55] راوبلئ خپل رب په عاجزۍ سره او په پټه پټه یقینا هغه له برید نه تېرېدونکي نه خوښوي.
د زكرياعلیه السلام خفیه دعاء الله ستایلې ده «إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ نِدَآءً خَفِيًّا» [مریم:٣] (شرح مختصر الطحاوي للجصاص- صفة الصلاة).
ابراهیم نخعي رحمه الله څخه روایت دی څلور شیان په پټه لوستل کېږي یو په کې آمین دی ، دا د امام ایوحنیفه قول هم دی.
امام شافعي او احمد دجهر[ په زوره لوستلو] قائل دي دا د وائل بن حجر رضي الله عنه روایت کې راغلي دي. [ابوداود او ابن حبان]
دواړه طرېقې درست او سنت دي که چا په جهر و ویلې که په خفیه لمونځ یې درست دی ، قرآني تعلیماتو او لارښونو سره د موافقت له امله چې خفیه دعاء ئې ستایلې ده ، د آمین خفیه ویل غوره او راجح دي.
لیکوال: شیخ صاحب عبدالصبور عباسی
Responses