د تراويح حقيقت

لغوي تحقيق : تراويح جمع د ترويحة ده، ترويحة ارام ، استراحت او دمې ته وايي،
پخواني مسلمانانو به تراويح کښې قرآن ډېر لوستلو، طبعا ستړي کېدل به ، طبعي ده چې انسان ستړی شي بيا لږه دمه کوي، بیا دا لمونځ خو اصلا قيام رمضان نومېږي ، [يعنې ر مضان کښې الله ته ودرېدل] حديث شريف کښې هم راغلي ٫٫من قام رمضان ايماني و احتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه،، ٫٫ څوک په رمضان کښې د ايمان له امله او د ثواب لپاره ودرېږي ، مخکني ګناهونه به يې الله معاف کړي،،
دتراويح تاريخ:
دغه د تراويح په نوم چې کوم مونځ مشهور شوی ، رسول اکرم صلی الله عليه وسلم درې شپې په خپل امامت کښې ترسره کړی دی، د رمضان په ۲۳, ۲۵ او ۲۷ شپه د دې مونځ امامت د اسلام پيغمبر کړی دی. دا خبره په درستو رواياتو ثابت ده، چا په کښې خلاف هم نه دی کړی.
د نه دوام اسباب:
پيغمبر عليه السلام په څلورمه شپه تراويح ته د خلکو د رغبت سره هم را ونه وتو، دليل يې سبا ته خلکو ته دا و ويل: چې زه ويرېدم چې تاسو باندې فرض و نه ګرځي. دې خبره کښې هم د چا خلاف نشته دی او صحيح روايات په کښې راغلي دي.
د رمضان شپو کښې لمونځ ته تشويق:
زموږ ګران پيغمبر به خلک د رمضان په شپو کښې لمانځه ته تشويقول فرمايي: من قام رمضان ايمانا و احتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه ومن قام ليلةالقدر ايمانا و احتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه.
ژباړه: چا چې د رمضان د شپو قيامونه وکړل، مخکني ګناهونه به يې و بخښل شي. همدا راز د ليلة القدر قیام.
«دا حديث امام بخاري او مسلم دواړو روايت کړی دی » دې کښې هم هيڅ څوک اختلاف نه لري.
د صحابه کرامو لمونځونه:
ر مضان کښې صحابه کرامو ډېر لمونځونه کول ، شپې به يې زيات عبادت کوه، ځينې به تر پيشمني ولاړ ول، ځينې به تر نيمې شپې ولاړ ول، ځينې زيات ځينې کم، خو ټول د عبادت ډېر شوقيان ول.
د حضرت عمر رضي الله عنه کړنه:
حضرت عمر نه کوم نوی کار کړی، نه يې بدعت او ناروا کار را منځ ته کړی، هغه د پيغمبر صلی الله سنت يې ژوندي کړي، پيغمبر عليه السلام دا لمونځ په جماعت ادا کړی وو ، حضرت عمر رضي الله عنه د پيغمبر عليه السلام هغه جماعت بيا را ژوندی کړی. د پاتې شوو سنتو بيا إحياء او ژوندي کولو ته بدعت ويل د جهالت اخري حد دی، امت کښې داسې کوم عالم، فقیه او محدث چې خلک يې د عالم په حيث وپېژني ، تراويحو ته بدعت نه دي ويلي، د اخرې زمانې د کوم معتوه خبره هيڅ اهميت نه لري.
د تراويح په اړه د فقهاوو أراء.:
[فقهاء د دين ماهرينو، پوهانو او عالمانو ته ويل کېږي، د دې اصل او آساس هم حديث شريف کې راغلی : رسول الله ﷺ فرمائي: ٫٫من يُرِدِ الله به خيرا يُفَقِّهْهُ في الدين،،. ٫٫چاته چې الله د خير اراده وکړي په دين کښې فقاهت ورکوي،، له همدې نه د فقيه او فقهاء لفظ اخیستل شوی دی، په دې اړه نور حديثونه هم شتون لري.
ټول امت په څلورو فقهي مذاهبو کښې د يو مذهب يا مسلک پابندي کوي.
زموږ حنفي، حنبلي او ځينې مالکي فقهاء تراويح ته سنت موکد وايي، فقهاء وايي : دا د ښځو او سړو دواړو لپاره سنت دي او تراويح د دين له څرګندو نښو ځنې دي.
٫٫ اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى سُنِّيَّةِ صَلاَةِ التَّرَاوِيحِ، وَهِيَ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ وَبَعْضِ الْمَالِكِيَّةِ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ، وَهِيَ سُنَّةٌ لِلرِّجَال وَالنِّسَاءِ،وَهِيَ مِنْ أَعْلاَمِ الدِّينِ الظَّاهِرَةِ” ( الموسوعة الفقهيةالکويتية) د تراويح په سنت موکد کېدو د حنفي، حنبلي، او ځينو مالکي فقهاؤو اتفاق دی، ښځو او سړيو دواړو ته يې کول سنت دي، او دا د دين د ښکاره نښخو څخه دي،،.
شافعي فقهاء وايي:
وَقَال الشَّافِعِيَّةُ: التَّطَوُّعُ قِسْمَانِ: قِسْمٌ تُسَنُّ لَهُ الْجَمَاعَةُ وَهُوَ أَفْضَل مِمَّا لاَ تُسَنُّ لَهُ الْجَمَاعَةُ لِتَأَكُّدِهِ بِسَنِّهَا.
شافعي فقهاء وايي:
له فرضو پرته نور مونځونه، يعني نفلي لمونځونه دوه قسمه دي ، يو قسم هغه دي چې له جماعت سره جاري شوي دي، دا له هغه نفلو نه غوره دي چې جماعت ورته نه دی مقرر شوی، ځکه د جماعت مقررېدل د دې نفلو يا سنتو په تاکيد او اهميت دلالت کوي، د دې قول مفهوم هم هغه راوزي چې تراويح سنت موکد يا موکد تطوع دي، دوی لږ د اصطلاح تفاوت لري، ځکه چې د سوونو کلونو نه ټول شوافع لکه موږ غونډې ښه په شوق سره تراويح ترسره کوي.
مالکي فقهاء وايي:
قَال الْمَالِكِيَّةُ: التَّرَاوِيحُ مِنَ النَّوَافِل الْمُؤَكَّدَةِ، حَيْثُ قَالُوا: وَتَأَكُّدُ تَرَاوِيحَ، وَهُوَ قِيَامُ رَمَضَان.
مالکيان هم ورته موکد نوافل وايي، هدف همغه سنت موکده ويل دي، د اصطلاحاتو تنوع کارول شوېده، د اصطلاح په استعمال کښې تنګي نشته.
د اصطلاحاتو په استعمال کښې په علمي توګه خو څه تنګسيا نشته، لکن عملا يې ټول مذاهبو والا ښه په شوق او مينه ترسره کوي.
په عملي توګه په کې دعلماوو تر منځ څه اختلاف نشته دی، ټول أُمت د حضرت عمر له زمانې نه تر اوسه د رمضان له اول نه تر اخره تراويح ښه په مینه ترسره کوي، له شيعه ګانو پرته ټول يې علماً او عملاً مني او کوي يې، که څوک د شیعه حضرانو له مسلک نه متاثر وي ممکن هغه ئې مخالفت وکړي.
حنبلي فقهاء وايي:
وَقَال الْحَنَابِلَةُ: أَفْضَل صَلاَةِ تَطَوُّعٍ مَا سُنَّ أَنْ يُصَلَّى جَمَاعَةً؛ لأَِنَّهُ أَشْبَهُ بِالْفَرَائِضِ ثُمَّ الرَّوَاتِبُ، وَآكَدُ مَا يُسَنُّ جَمَاعَةً: كُسُوفٌ فَاسْتِسْقَاءٌ فَتَرَاوِيحُ.
ژباړه: له فرضو نه پرته چې کوم مونځونه په جماعت سره ترسره کېږي، هغه له عامو سنتو غوره دي ځکه د جماعت له امله دا له فرائضو سره مشابهت پيدا کوي بیا دې پسې سنن رواتب دي او هغه سنت يا تطوع چې په جماعت سره ترسره کېږي بهتر په کښې د کسوف لمونځ دی بیا د استسقاء او بيا د تراويح لمونځ دي.
د فقهاوو له اقوالو نه معلومه شوه چې عام فقهاء تراويح مستحب نه ګڼي، چا ترې په سنت موکد تعبير کړی او چا ترې په موکد نوافلو يا موکد تطوع؛ څوک چې د دې خبرې نسبت جمهور فقهاوو ته کوي چې تراويح مستحب ګڼي هغه غلط وايي او حقائق تکذيبوي او يا نه پوهېږي.
لیکوال: شیخ صاحب عبدالصبور عباسی
Responses