د تراويح حقيقت (2)

۱۷- د راشدينو خلفاؤ سنت:
د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له سنتو سره موږ د راشدینو خلفاوو د سنتو په پیروۍ هم مکلف يو، حديث کښې راغلي دي:
فعليكم بِسُنَّتِي وسُنَّةِ الخلفاءِ الراشدينَ المهديينَ، عَضُّوا عليها بالنَّواجذِ، وإيَّاكم ومُحدثاتِ الأمورِ، فإنَّ كُلَّ بِدعةٍ ضَلالةٌ».
«رواه أبو داود والترمذي، وقال: «حديثٌ حسَنٌ صَحِيح».
ژباړه: نو تاسو زما او زما د راشدینو خلفاوو سنت کلک کړئ، په نواجذو غاښونو يې کلک ونيسئ، او ځانونه له نوي پيدا شوو کارونو[ بدعاتو] نه لرې وساتئ .
له دې حدیث نه په صراحت معلومېږي چې د راشدینو خلفاوو په کارونو د بدعت اطلاق نه کېږي، بلکې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خلفاؤ په تجديد او إحیاء هم د سنت اطلاق کړیدی.
۱۸- د تراويح فضيلت:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.
رواه البخاري (۳۷)، ومسلم (759)
ژباړه: له ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي عليه السلام فرمايلي دي: کوم چا چې د رمضان قیام، د ايمان په رڼاکښې او د ثواب د شعور سره ترسره کړ، د ده مخکني ګناهونه به الله وبخښي.
د رمضان له قيام نه هدف د تراويح لمونځ دی، چې نبي پاک په خپله هم درې شپې په جماعت تر سره کړې او د عدم مواظبت [ د نه تدوام] دليل يې هم بیان کړ چې د فرضيت ويره وه.
د قيام رمضان هدف له تهجدو نه هم پوره کېږي، خو تهجدو باندې عموما د قيام الليل اطلاق کېږي.
بله داچې که تراويح د رمضان قيام نه وي بيا پيغمبر پاک صلی الله علیه وسلم ولې درې شپې په جماعت سره کولې؟ او عمر رضی الله عنه ولې دجماعت په بڼه جاري کولې؟ صحابه کرامو او تابعينو ولې مسلسل دا عمل په رمضان کښې تعقيبولو؟
له دې تعاملاتو ځنې معلوميږي چې تراويح د قيام رمضان مسنون شکل دی، که تهجد ورسره هم ترسره شي، نو «نور علیٰ نورِِ» ګرځي.
همدا راز ابوهريرة رضي الله عنه فرمايي:
– قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يرغب في قيام رمضان من غير أن يأمرهم بعزيمة،
ثم يقول: من قام رمضان إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه. (رواه الجماعة)
ژباړه: او ابو هريرة رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به د رمضان د قيام په اړه ترغيب ورکوه بې له دېنه چې جدي حکم وکړي او ويل به يې څوک چې د ايمان له امله او د ثواب په نيت د رمضان قيام وکړي مخکني ګناهونه به يې الله وبخښي.
– د عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه نه روايت دی:
قال: إن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “إن الله عز وجل فرض صيام رمضان، وسننت قيامه فمن صامه وقامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه”
إلا أن في إسناده النضر بن شيبان الحداني- بضم المهملة وتشديد الدال- قال الحافظ:” لين الحديث.
ژباړه: الله د رمضان روژې فرض کړي دي، ما يې قيام سنت ګرزولی دی، الخ……. دا روايت د مفهوم او محتوا له لحاظه صحيح دی فقط يو راوي ته په کښې لين الحديث ويل شوي دا کومه شدیده جرح نه ده.
د همدې ترغيباتو له امله د رسول اکرم ﷺ له جماعت سره تر سره کولو نه وړاندې هم خلکو په مسجد کښې چا ځان ته يواځې او ځينو د وړو جماعتونو په بڼه ترسره کولې، د پيغمبر علیه السلام له جماعت نه وړاندې هم خلکو شوق سره کولې او نبي پاک خپل صحابه ليدل او نه يې منع کول.
۱۹- دحضرت عمر نه وروسته:
دکتور ضياء الرحمن اعظمي، يو اهل حديث عالم وايي:
ولذلك لما أمِن عمر بن الخطاب رضي الله عنه من افتراض صلاة التراويح أمر بإقامتها في المسجد جماعة، واستمر هذا العمل منذ ذلك الحين إلى يومنا هذا فصارت صلاة التراويح في شهر رمضان من شعائر الإسلام، إلا أن من ترك التراويح جماعة في المسجد، وأقامها في البيت لا يذم ولا يلام.؟
( کتاب صلوةالتراويح – محمد ضياء الرحمن الاعظمي)
ژباړه:. کله چې عمر رض د فرضيت له وېرې نه مطمئن شو، په مسجد کې يې له جماعت سره د تراويحو د ترسره کولو حکم وکړ، له همغه وخت نه تر ننه رمضان کښې د تراويحو مونځ د اسلام له شعائرو نه وګرځېده ، خو که بيا هم څوک يې کور کښې کوي ملامتول يې نه دي په کار. انتهیٰ.
– فقهاوو هم د دې جواز خلکو ته ورکړی، خو په دې شرط چې د ده په عدم حضور د تراويحو جماعت کې کمی نه رازي او په ده په کور کښې سستي هم نه غالبېږي، بلكې تراويح په کور کښې ترسره کوي او د سستۍ له امله يې نه پرېږدي.
مثلآ د منطقې يا د مسجد مشهور عالم او مشر ته نه دي درست چې کور کې یې ترسره کړي، ځکه چې بيا خلکو کښې سستي رامنځ ته کېږي ، همدا راز که څوک وايي کور کښې کوم بيا دکسالت له امله ترې هلته هم پاتې کېږي ، دغه رنګ خلک يې بايد له جماعت سره تر سره کړي، دې کې هم دوی ته او هم ١امت ته خير شته دی.
لیکوال: شیخ صاحب عبدالصبور عباسی
پاسخ ها