د حلال کسب او اقتصاد ارزښت (1)

د مال ارزښت د انسان په فطرت کي نغښتی دی، قرآن کریم هم هغه د یو ستر نعمت په توګه ورته معرفي کړی. خو یو شمېر خلکو دا ذهنیت مشهور کړی چي اسلام د مال ساتلو مخالف دی. مال ګټل او ارزښت ورکول ناروا ګڼي. په دې اړه تر ټولو ډېر زیانمن بیا هغه ذهنیت او فکر دی چي د مسلمان له ادرسه خپرېږي، له بده مرغه دغه فکر ډېر پخوانی هم دی؛ امام محمد بن الحسن شیباني رحمه الله په خپل وخت کي د دغه فکر په رد کي د « الکسب » په نوم رساله تألیف کړې او په هغه کي يې لیکلي دي:

طَلَبُ الْكَسْبِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِ مُسلمٍ كَمَا أَنَّ طَلَبَ الْعلمِ فَرِيضَةٌ. (1) ژباړه: د کسب ( مال ګټلو ) طلب داسي پر هر مسلمان فرض دي لکه د علم طلب چي فرض دی.

دلته دغه اسلامي ژورپوه ( فقیه ) پر هر مسلمان کسب او د مال ګټل فرض بللي دي. دغه حکم نر او ښځي دواړو ته شاملېږي؛ ځکه له یوې خوا په داسي مواردو کي د مسلم لفظ عام وي او له بلي خوا يې د علم له فرضیت سره ورته بللی دی او د علم فرضیت نر او ښځي دواړو ته شامل دی ؛ لکه په هغه حدیث کي چي وايي: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ» (1) ژباړه: د علم طلب پر هر مسلمان فرض دی.

د نر او ښځي د کسب او کار په اړه قرآن كريم ويلي:

لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ. (سورة النساء: 32) ژباړه: سړیو ته له خپلو کړنو او کسب څخه برخه ده او ښځو ته له خپلو کړنو او کسب څخه برخه ده او له الله څخه فضل او برکت وغواړئ.

وروسته د امام محمد شیباني (رح) یاده رساله بل حنفي عالم، امام سرخسي (رح) شرح کړې هم ده، کومو خلکو چي د دینپلوۍ په پوښ کي مال ګټل او کسب حرام بللی دی؛ امام سرخسي يې په هکله ویلي:

وَقَالَ قوم من جهال أهل التقشف وحماقى أهل التصوف إِن الْكسْب حرَام لَا يحل إِلَّا عِنْد الضَّرُورَة بِمَنْزِلَة تنَاول الْميتَة وَقَالُوا إِن الْكسْب يَنْفِي التَّوَكُّل على الله أَو ينقص مِنْهُ وَقد أمرنَا بالتوكل. (3)

ژباړه: له نعمتونو څخه د ګټي اخیستني مخالفو او د اهل تصوف یو کمعقل قوم ویلي: کسب (مال ګټل) حرام دی، جواز نه لري پرته د مجبورۍ له حالته لکه خپله مړ حیوان. دوی ویلي: کسب پر الله توکل له منځه وړي یا يې لږوي او موږ په توکل امر شوي یو.

 د یادوني وړ ده چي توکل د اسبابو د ترک په معنی نه دی؛ ځکه پېغمبرانو علیهم الصلاة والسلام تر ټولو ښه توکل درلود، خو اسباب يې کارول. (سورة آل عمران: 159 وګوره) امام سرخسي دغه ناسم نظر په ډېرو دلائلو رد کړی، په یوه برخه کي وايي:

وَالْعجب من الصُّوفِيَّة أَنهم لَا يمتنعون من تنَاول طَعَام من أطْعمهُم من كسب يَده وَربح تِجَارَته مَعَ علمهمْ بذلك فَلَو كَانَ الِاكْتِسَاب حَرَامًا لَكَانَ المَال الْحَاصِل بِهِ حرَام التَّنَاوُل لِأَن مَا يتَطَرَّق إِلَيْهِ بارتكاب الْحَرَام يكون حَرَامًا أَلا ترى أَن بيع الْخمر للْمُسلمِ لما كَانَ حَرَامًا كَانَ تنَاول ثمنهَا حَرَامًا وَحَيْثُ لم يمْتَنع أحد مِنْهُم من التَّنَاوُل عرفنَا أَن قَوْلهم من نتيجة الْجَهْل والكسل. (4)

ژباړه: د صوفیانو دا کار هم عجیبه دی چي کوم څوک د خپل لاس له کسبه او تجارت له ګټي څخه دوی ته خواړه ورکړي سره له دې چي په خبر هم وي، له خوړلو يې انکار نه کوي، نو که کسب حرام وای هغه مال چي له همدې لاري لاس ته راځي د هغه کارول به هم حرام وای؛ ځکه هرڅه چي له حرامي لاري ترلاسه کېږي هغه حرام وي. ته نه ګورې چي د شرابو پلورل مسلمان ته حرام دي، د قیمت کارول يې هم حرام دی، نو چي د دوی هیڅ یو يې له کارولو انکار نه کوي، را ته معلومه شوه چي د دوی دغه وینا د ناپوهي او ټمبلۍ نتیجه ده.

دا چي کسب څه ته ویل کېږي؟ په عربي لغت کي هر ډول کړني ته ویل کېږي که ښه وي که بده وي، قرآن کریم وايي: لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ (سورة البقرة: 286( ژباړه: هر چا ته د خپل کسب ګټه ده او پر هر چا د خپل کسب مسؤولیت دی.

په اصطلاح کي په مشروع ډول د مال ګټلو ته ویل کېږي؛ امام سرخسي حنفي (رحمة الله علیه) ویلي: الِاكْتِسَاب فِي عرف أهل اللِّسَان تَحْصِيل المَال بِمَا يحل من الْأَسْبَاب. (5)

ژباړه: د عربي ژبي والا خلکو په اصطلاح کي کسب له حلالو لارو څخه د مال لاس ته راوړلو ته ویل کېږي.

په قرآن کریم کي هم کسب په دغه معنی راغلی لکه دغه آیت چي وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ (سورة البقرة: 267)

ژباړه: اې مؤمنانو ! له هغو پاکیزه شیانو لګښت وکړئ چي تاسو کسب کړي او همدارنګه له هغو شیانو چي له مځکي مي درته را ایستلي دي.

پورته تعریف ته په کتو فقهي اصطلاحي کسب او اسلامي اقتصاد په مفهوم او تعریف کي یو بل ته سره نژدې دي.

اقتصاد په لغت کي منځلاریتوب ته ویل کېږي؛ قرآن کریم ویلي: وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ (سورة لقمان: 19) ژباړه: په خپل تلو کي منځلاریتوب کوه.

په اصطلاح کي اقتصاد داسي علم دی چي د مال د لاس ته راوړلو او د لګولو مشروع او ګټوري لاري بیانوي . دغه علم ته د اقتصاد نوم ورکول هم د دغه لفظ له اصلي معنی سره مناسبت لري، په ځانګړي ډول چي بیا د اسلام له نظره ورته وکتل شي؛ ځکه اسلامي اقتصاد د مال په لګولو کي د منځلاریتوب سپارښتنه کوي؛ حتی که څوک په صدقه او د خیر په لارو کي مال لګوي، نو هم اسلام د منځلاریتوب حکم ورته کوي وايي :

وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا.( سورة الاسراء: 29)

ژباړه: مه داسي بخیل جوړېږه چي لاس دي د غاړي سره تړلی وي ( هیڅ خیرات نه کوې ) او مه داسي جوړېږه چي لاس دي بشپړ پرانیستی وي، که نه نو بیا به ملامت پښېمانه کښېنې.

وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا. (سورة الفرقان: 67)

ژباړه: ( د الله صالح بندګان ) هغه خلک دي چي کله مال لګوي، نه اسراف کوي، نه بخیلي او د دې په منځ کي سم سیده وي.

په دغو آیتونو کي الله تعالی خپل هغه بندګان ستایلي دي چي په مال لګولو کي منځلاریتوب کوي، د اقتصاد علم چي په اصل کي يې معنی منځلاریتوب دی، هم دغه خبره کوي. اقتصاد په اوسنۍ اصطلاحي معنی یو تفصیلې بحث او زموږ له اوسنۍ موضوع څخه بهر دی. خو د قدرمنو لوستونکو په اجازه غواړم د ضرورت په خاطر پنځو ټکو ته لنډه اشاره ولرم:

اول: د مال ارزښت: قرآن کریم مال د یو ګټور نعمت په توګه خلکو ته معرفي کړی وايي:

 وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (سورة النحل: 14)

ژباړه: الله هغه څوک دی چي سمندر يې ستاسو په خدمت کي درکړی د دې لپاره چي له هغه څخه تازه غوښي وخورئ او داسي سینګارتوکي ورڅخه راوباسئ چي تاسو يې کاروئ، کیښتۍ په کې وینې چي اوبه سره څیري روانه وي او د دې لپاره چي تاسو د الله له فضله ( رزق ) وغواړئ او ګوندي تاسو د الله احسان ومنئ.

په دغه آیت کي الله تعالی له سمندره غوښه، سینګار توکي او رزق تر لاسه کول یو ستر نعمت معرفي کړی دی.

وَاتَّقُوا الَّذِي أَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُونَ أَمَدَّكُمْ بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ. (سورة الشعراء: 132 – 134)

 ژاړه: له هغه الله څخه ووېرېږئ چي هغه نعمتونه يې درکړي چي په پوهېږئ، څاروي، زامن باغونه او چیني يې درکړي.

دغه آیتونو هم څاروي، باغونه او چینې د الله تعالی ستر نعمتونه بللي دي او دا د مال ارزښت په ګوته کوي.

بل ځای قرآن کریم اوبه او په نتیجه کي يې له مځکي څخه را پورته شوي حاصلاتو ته انسانان متوجه کوي وايي:

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ. (سورة ابراهیم: 32)

ترجمه: الله هغه څوک دی چي آسمانونه او مځکه يې پيدا کړي او له پاسه يې اوبه اورولي، په هغو يې له حاصلاتو څخه روزي درته را ايستلې ده، بېړۍ يې ستاسو په خدمت کي کارولي د دې لپاره چي په درياب کي د الله په امر وچلېږي، دا رنګه يې ولې ستاسو په خدمت کي کارولي.

دغه آیت اوبه ، ویالې او بندونه هم د انسانانو د مړښت د یوې ستري سرچینې په توګه معرفي کړي. (8)

د مال د ارزښت له دلائلو څخه دا دي چي د غله لاس ورباندي پرې کېږي.( سورة المائدة: 38 وګوره) د وژل شوي انسان په دیت او نورو کفاراتو کي ورکول کېږي (سورة النساء: 92 وګوره). د مال د اهمیت په اړه يې دا بس ده چي الله تعالی په قرآن کي تر ټولو اوږد آیت د اقتصادي او مالي چارو د تنظیم لپاره نازل کړی دی(سورة البقرة: 282 وګوره.).

دویم: په مشروع ډول د مال ګټلو ته هڅول؛ قرآن کریم وايي:

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ. (سورة الملك: 15)

ژباړه: الله هغه څوک دی چي مځکه يې ستاسو لپاره نرمه (د ګټي وړ) جوړه کړې ده، نو په اطرافو کي يې وګرځئ او د الله له رزقه وخورئ. (دا هم په یاد لرئ چي) بیرته ورتګ مو د ده پر خوا دی.

دغه آیت امر کړی چي په مځکه کي وګرځئ او له هغه رزق څخه وخورئ چي درته پیدا کړی دی. نورو آیتونو سمندري بېړۍ د تجارت ستره لاره او لوی نعمت ورته معرفي کړي؛ وايي:

وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ… (سورة البقرة: 164) ژباړه: او په هغه بېړیو کي (هم د خدای د قدرت او نعمت نښې شته) چي په سیندونو کي له هغه څه سره رواني وي چي خلکو ته ګټي رسوي.

دغه آیت سمندري تجارت خلکو ته د یوې ګټورې سرچینې په توګه معرفي کړی دی؛ د تجارت په اړه يې بل ځای هم ویلي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ. (سورة النساء: 29) ژباړه: اې مؤمنانو ! تاسو یو د بل مال په خپلو کي په ناروا لاره مه خورئ، لیکن هغه وخت درته روا دی چي ستاسو د دواړو خواوو په خوښه تجارت وي.

 دلته قرآن کریم تجارت د انسانانو ترمنځ د مال د تبادلې یوازینۍ مشروع لاره بللې ده؛ تجارت هغه ګټوره لارده ده چي د حج په سفر کي يې هم نه ده منع کړې، امام بخاري (رحمة الله علیه) په کتاب الحج کي داسي عنوان لري: بَابُ التِّجَارَةِ أَيَّامَ المَوْسِمِ، وَالبَيْعِ فِي أَسْوَاقِ الجَاهِلِيَّةِ. ژباړه: تر اسلام مخکي جوړ شویو بازارانو کي د حج په وخت کي د تجارت او سوداګرۍ باب. (ورپسې نقلوي) قَالَ: ابْنُ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: « كَانَ ذُو المَجَازِ، وَعُكَاظٌ مَتْجَرَ النَّاسِ فِي الجَاهِلِيَّةِ، فَلَمَّا جَاءَ الإِسْلاَمُ كَأَنَّهُمْ كَرِهُوا ذَلِكَ، حَتَّى نَزَلَتْ: {لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ} [البقرة: 198] فِي مَوَاسِمِ الحَجِّ». (سورة البقرة: 198) ترجمه: ذو المجاز او عُکاظ تر اسلام مخکي د خلکو د تجارت بازارونه وو، چي اسلام راغلی، خلکو – ګویا – چي د حج په موسم کي تجارت بد باله ، تر دې چي دا آیت نازل شو چي وايي: پر تاسو کومه ګناه نشته په دې کي چي (د حج په وخت کي په تجارت کولو ) له خپل ربه روزي وغواړئ.

د مال ګټلو ته د هڅو په اړه دا خبره هم صریح دلیل دی چي قرآن کریم د جمعې په ورځ هم بشپړه رخصتي نه ده اعلان کړې، بلکي د همدې ورځي په هکله هم وايي:

فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (سورة الجمعة: 10)

ژباړه: چي کله لمونځ ادا شو، نو په مځکه کي تیت شئ ، د الله رزق ولټوئ او الله ډېر یاد کړئ د دې لپاره چي بریالي شئ.

امام سرخسي (رح) د همدې آیت په تفسیر کي اثر نقلوي وايي:

 طلب الْكسْب بعد الصَّلَاة الْمَكْتُوبَة هِيَ الْفَرِيضَة بعد الْفَرِيضَة وتلا قَوْله تَعَالَى {فَإِذا قضيت الصَّلَاة} (9) ژباړه: له فرض لمانځه وروسته د کسب طلب، له یوه فرض وروسته بل فرض ترسره کول دي او په دلیل کي يې دغه آیت لومړۍ جمله ذکر کړې.

د کسب له جملې صنعت هم دی چي الله تعالی د خپل پېغمبر داود علیه السلام په هکله هم د یو ستر نعمت په هکله یاد کړی وايي: وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ (سورة الأنبیاء: 80.) ژباړه: هغه ته مي ستاسو لپاره د زغرو صنعت وروښودی؛ د دې لپاره چي تاسو د خپلو جګړو څخه وساتي، نو آیا تاسو احسان منونکي یاست؟

د سنن ابن ماجه په (كِتَابُ التِّجَارَاتِ) کي (بَابُ الصِّنَاعَاتِ) یعني د صنعتونو باب هم ذکر دی او په دغه باب کي يې له را نقل کړو احادیثو یو دا هم دی چي وايي: «كَانَ زَكَرِيَّا نَجَّارًا» (10) یعني زکریا علیه السلام نجار و. دغه حدیث امام مسلم هم نقل کړی دی. (11) دا ښکاره خبره ده چي صنعت هم د هر وخت له غوښتني سره سمه پوهنه غواړي. نو دغه چاري په مسلکي ډول پرمخ وړل او سمه وده ورکول هم عصري زدکړي غواړي.

دا رنګه د امت نامتو عالمانو هم کسب درلودی؛ د بېلګي په توګه امام ابوحنیفه «رح» بزاز «دکالیو هټیوال» و. نورو ډېرو عالمانو د خپل کسب لقبونه درلودل لکه ؛ زجاج « ښیښه پلوروونکی»، فراء « پوستین جوړوونکی یا پلورونکی »، جصاص «ګچ پلورونکی»، قفال « قفل جوړوونکی»، زَیَّات « زیتون پلورونکی»، سَمَّان «غوړي پلورونکی»، نحاس «میسګر»، قطان « پنبه پلورونکی »، طحان « ژرندوال»، خیاط او داسي نور.

دغه ټول دلائل د مال ارزښت انسان ته ښيي او دې ته یې هڅوي چي له مشروع لارو يې لاس ته راوړي. نور چي د هر وخت او هري سیمي انسان يې څه ډول لاس ته راوړای شي، هغه يې د وسائلو، فُرصتونو، همت، د خپل وخت نوي صنعتپوهني او اقتصادي لارو چارو مهارت پوري تړلې خبره ده.

درېيم: د مال ګټلو مشروع لاري له نامشروع څخه بېلول. اسلام هر ډول کټور کسب ته انسان هڅولی دی لکه مخکي تېر شوي آیتونه چي دا خبري ثابتوي او انساني ټولني ته ګټوري لاري يې د الله نعمت بللی دی او د زیانمن کاروبار څخه يې خلک منع کړي دي، که خپله افرادو ته زیانمن وي او که ټولني ته، په ځانګړي ډول يې بیا د مال د لاس ته راوړني هغه لاري په ټینګار رد کړي دي چي انسان د ټمبلتیا پر لوري بیايي لکه قمار(12) یا ټولنه د بدبختۍ پر لوري بیايي لکه سود چي په ډېرو کلکو ټکو يې غندلی دی او دا يې د الله او پېغمبر سره دښمني بللې ده.(13) یو د بل پر مال يې تېری منع کړی دی؛ لکه دغه دوه آیتونه چي وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ. (سورة النساء: 29)

ژباړه: اې مؤمنانو ! تاسو یو د بل مال په خپلو کي په ناروا لاره مه خورئ، لیکن هغه وخت درته روا دي چي ستاسو د دواړو خواوو په خوښه تجارت وي.

وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ. (سورة هود: 85)

ژباړه: اې زما قومه! پیمانه او تله په انصاف سره پوره ورکوئ، د خلکو شیان مه کموئ ( د چا مال ته زیان مه رسوئ ) او په مځکه کي وران کاري مه جوړیږئ.

دغه آیت په صراحت د بل چا له مال اخیستلو او زیان ور رسولو څخه منع کړې ده، دلته د الناس ( انسانانو) توري کارول شوي، مسلمان او غیر مسلمان ټولو ته شامل دی، د هر چا مال چي وي د هغه له اجازې پرته يې اخیستل حرام دي.

 

ليكوال: محسن (حنيف ) د تدريب ائمه انستيتوت استاد

 

[1] ـ الكسب لمحمد بن الحسن الشيباني: [ص 32] والمبسوط للسرخسي [30 /251]

2 ـ سنن ابن ماجه [1 /81 حدیث شمېر: 224].

3 ـ الكسب لمحمد بن الحسن الشيباني [ص 37] والمبسوط للسرخسي [30 /247]

4ـ الكسب لمحمد بن الحسن الشيباني [ص 44] والمبسوط للسرخسي [30 /250]

 5ـ الكسب لمحمد بن الحسن الشيباني [ص 32] والمبسوط للسرخسي [30 /244]

6ـ الكسب لمحمد بن الحسن الشيباني [ص 44] والمبسوط للسرخسي [30 /250]

7ـ الكسب لمحمد بن الحسن الشيباني [ص 32] والمبسوط للسرخسي [30 /244]

8ـ په دې اړه تفصیل په شلمه شمېره مقاله کي بیان شوی دی، سرلیک يې دی: د اوبو ګټي او په اړه يې زموږ مسؤولیتونه.

9ـ الكسب لمحمد بن حسن الشیباني [ص 46]

10ـ سنن ابن ماجه [2 /727 حدیث شمېره: 2150].

11ـ صحيح مسلم [4 /1847 حدیث: 2379].

12ـ د دې خبري د اثبات لپاره سورة البقرة : 219 و المائدة : 90- 91وګوره.

13ـ د دې خبري اثبات لپاره سورة البقرة : 275- 280وګوره. د یادوني وړ ده چي خپله سود قطعي حرام دی. خو ځیني داسي صورتونه شته چي دینپوهان يې په هکله اختلاف لري چي سود دی که نه دی؟ په دې اړه ما دغه د سود اړوند آیتونو په تفسیر کي اوږد بحث کړی دی. دلته را نقلول يې ما د دې کتاب سره مناسب و نه بلل. دوستان يې هلته کتلای شي.

Related Articles

Responses

Your email address will not be published. Required fields are marked *