د تراويح حقيقت (1)

1ـ لغوي تحقيق :
تراويح جمع د ترويحة ده، ترويحة ارام ، استراحت او دمې ته وايي،
پخواني مسلمانانو به تراويح کښې قرآن ډېر لوستلو، طبعا ستړي کېدل به ، طبعي ده چې انسان ستړی شي بيا لږه دمه کوي، بیا دا لمونځ خو اصلا قيام رمضان نومېږي ، [يعنې ر مضان کښې الله ته ودرېدل] حديث شريف کښې هم راغلي ٫٫من قام رمضان ايماني و احتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه،، ٫٫ څوک په رمضان کښې د ايمان له امله او د ثواب لپاره ودرېږي ، مخکني ګناهونه به يې الله معاف کړي،،
۲- دتراويح تاريخ:
دغه د تراويح په نوم چې کوم مونځ مشهور شوی ، رسول اکرم صلی الله عليه وسلم درې شپې په خپل امامت کښې ترسره کړی دی، د رمضان په ۲۳, ۲۵ او ۲۷ شپه د دې مونځ امامت د اسلام پيغمبر کړی دی. دا خبره په درستو رواياتو ثابت ده، چا په کښې خلاف هم نه دی کړی.
۳- د نه دوام اسباب:
پيغمبر عليه السلام په څلورمه شپه تراويح ته د خلکو د رغبت سره هم را ونه وتو، دليل يې سبا ته خلکو ته دا و ويل: چې زه ويرېدم چې تاسو باندې فرض و نه ګرځي. دې خبره کښې هم د چا خلاف نشته دی او صحيح روايات په کښې راغلي دي.
۴- د رمضان شپو کښې لمونځ ته تشويق:
زموږ ګران پيغمبر به خلک د رمضان په شپو کښې لمانځه ته تشويقول فرمايي: من قام رمضان ايمانا و احتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه ومن قام ليلةالقدر ايمانا و احتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه.
ژباړه:
چا چې د رمضان د شپو قيامونه وکړل، مخکني ګناهونه به يې و بخښل شي. همدا راز د ليلة القدر قیام.
«دا حديث امام بخاري او مسلم دواړو روايت کړی دی » دې کښې هم هيڅ څوک اختلاف نه لري.
۵ – د صحابه کرامو لمونځونه:
ر مضان کښې صحابه کرامو ډېر لمونځونه کول ، شپې به يې زيات عبادت کوه، ځينې به تر پيشمني ولاړ ول، ځينې به تر نيمې شپې ولاړ ول، ځينې زيات ځينې کم، خو ټول د عبادت ډېر شوقيان ول.
۶ – د حضرت عمر رضي الله عنه کړنه:
حضرت عمر نه کوم نوی کار کړی، نه يې بدعت او ناروا کار را منځ ته کړی، هغه د پيغمبر صلی الله سنت يې ژوندي کړي، پيغمبر عليه السلام دا لمونځ په جماعت ادا کړی وو ، حضرت عمر رضي الله عنه د پيغمبر عليه السلام هغه جماعت بيا را ژوندی کړی. د پاتې شوو سنتو بيا إحياء او ژوندي کولو ته بدعت ويل د جهالت اخري حد دی، امت کښې داسې کوم عالم، فقیه او محدث چې خلک يې د عالم په حيث وپېژني ، تراويحو ته بدعت نه دي ويلي، د اخرې زمانې د کوم معتوه خبره هيڅ اهميت نه لري.
۷ – د تراويح په اړه د فقهاوو أراء.:
[فقهاء د دين ماهرينو، پوهانو او عالمانو ته ويل کېږي، د دې اصل او آساس هم حديث شريف کې راغلی : رسول الله ﷺ فرمائي: ٫٫من يُرِدِ الله به خيرا يُفَقِّهْهُ في الدين،،. ٫٫چاته چې الله د خير اراده وکړي په دين کښې فقاهت ورکوي،، له همدې نه د فقيه او فقهاء لفظ اخیستل شوی دی، په دې اړه نور حديثونه هم شتون لري.
۸ – ټول امت په څلورو فقهي مذاهبو کښې د يو مذهب يا مسلک پابندي کوي.
زموږ حنفي، حنبلي او ځينې مالکي فقهاء تراويح ته سنت موکد وايي، فقهاء وايي : دا د ښځو او سړو دواړو لپاره سنت دي او تراويح د دين له څرګندو نښو ځنې دي.
٫٫ اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى سُنِّيَّةِ صَلاَةِ التَّرَاوِيحِ، وَهِيَ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ وَبَعْضِ الْمَالِكِيَّةِ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ، وَهِيَ سُنَّةٌ لِلرِّجَال وَالنِّسَاءِ،وَهِيَ مِنْ أَعْلاَمِ الدِّينِ الظَّاهِرَةِ” ( الموسوعة الفقهيةالکويتية)
٫٫ د تراويح په سنت موکد کېدو د حنفي، حنبلي، او ځينو مالکي فقهاؤو اتفاق دی، ښځو او سړيو دواړو ته يې کول سنت دي، او دا د دين د ښکاره نښخو څخه دي،،.
۹- شافعي فقهاء وايي:
وَقَال الشَّافِعِيَّةُ: التَّطَوُّعُ قِسْمَانِ: قِسْمٌ تُسَنُّ لَهُ الْجَمَاعَةُ وَهُوَ أَفْضَل مِمَّا لاَ تُسَنُّ لَهُ الْجَمَاعَةُ لِتَأَكُّدِهِ بِسَنِّهَا.
شافعي فقهاء وايي:
له فرضو پرته نور مونځونه، يعني نفلي لمونځونه دوه قسمه دي ، يو قسم هغه دي چې له جماعت سره جاري شوي دي، دا له هغه نفلو نه غوره دي چې جماعت ورته نه دی مقرر شوی، ځکه د جماعت مقررېدل د دې نفلو يا سنتو په تاکيد او اهميت دلالت کوي، د دې قول مفهوم هم هغه راوزي چې تراويح سنت موکد يا موکد تطوع دي، دوی لږ د اصطلاح تفاوت لري، ځکه چې د سوونو کلونو نه ټول شوافع لکه موږ غونډې ښه په شوق سره تراويح ترسره کوي.
۱۰ – مالکي فقهاء وايي:
قَال الْمَالِكِيَّةُ: التَّرَاوِيحُ مِنَ النَّوَافِل الْمُؤَكَّدَةِ، حَيْثُ قَالُوا: وَتَأَكُّدُ تَرَاوِيحَ، وَهُوَ قِيَامُ رَمَضَان.
مالکيان هم ورته موکد نوافل وايي، هدف همغه سنت موکده ويل دي، د اصطلاحاتو تنوع کارول شوېده، د اصطلاح په استعمال کښې تنګي نشته.
د اصطلاحاتو په استعمال کښې په علمي توګه خو څه تنګسيا نشته، لکن عملا يې ټول مذاهبو والا ښه په شوق او مينه ترسره کوي.
په عملي توګه په کې دعلماوو تر منځ څه اختلاف نشته دی، ټول أُمت د حضرت عمر له زمانې نه تر اوسه د رمضان له اول نه تر اخره تراويح ښه په مینه ترسره کوي، له شيعه ګانو پرته ټول يې علماً او عملاً مني او کوي يې، که څوک د شیعه حضرانو له مسلک نه متاثر وي ممکن هغه ئې مخالفت وکړي.
۱۱- حنبلي فقهاء وايي:
وَقَال الْحَنَابِلَةُ: أَفْضَل صَلاَةِ تَطَوُّعٍ مَا سُنَّ أَنْ يُصَلَّى جَمَاعَةً؛ لأَِنَّهُ أَشْبَهُ بِالْفَرَائِضِ ثُمَّ الرَّوَاتِبُ، وَآكَدُ مَا يُسَنُّ جَمَاعَةً: كُسُوفٌ فَاسْتِسْقَاءٌ فَتَرَاوِيحُ.
ژباړه: له فرضو نه پرته چې کوم مونځونه په جماعت سره ترسره کېږي، هغه له عامو سنتو غوره دي ځکه د جماعت له امله دا له فرائضو سره مشابهت پيدا کوي بیا دې پسې سنن رواتب دي او هغه سنت يا تطوع چې په جماعت سره ترسره کېږي بهتر په کښې د کسوف لمونځ دی بیا د استسقاء او بيا د تراويح لمونځ دي.
د فقهاوو له اقوالو نه معلومه شوه چې عام فقهاء تراويح مستحب نه ګڼي، چا ترې په سنت موکد تعبير کړی او چا ترې په موکد نوافلو يا موکد تطوع؛ څوک چې د دې خبرې نسبت جمهور فقهاوو ته کوي چې تراويح مستحب ګڼي هغه غلط وايي او حقائق تکذيبوي او يا نه پوهېږي.
۱۲- د خلفاء راشدينو مواظبت:
وَقَدْ وَاظَبَ الْخُلَفَاءُ الرَّاشِدُونَ وَالْمُسْلِمُونَ مِنْ زَمَنِ عُمَرَ – رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ – عَلَى صَلاَةِ التَّرَاوِيحِ جَمَاعَةً، وَكَانَ عُمَرُ – رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ – هُوَ الَّذِي جَمَعَ النَّاسَ فِيهَا عَلَى إِمَامٍ وَاحِدٍ.
(الموسوعةالفقهيه الکويتية)
ژباړه: خلفاء راشدینو او نورو ټولو مسلمانانو د حضرت عمر له زمانې نه د تراويحو لمونځ په جماعت سره ترسره کولو تر اوسه يې مواظبت او دوام کړی. او عمر رضي الله عنه خلک په يوه امام را ټول کړل.
۱۳ – د امام اعظم رحمة الله عليه څخه پوښتنه:
وَرَوَى أَسَدُ بْنُ عَمْرٍو عَنْ أَبِي يُوسُفَ قَال: سَأَلْتُ أَبَا حَنِيفَةَ عَنِ التَّرَاوِيحِ وَمَا فَعَلَهُ عُمَرُ، فَقَال: التَّرَاوِيحُ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ، وَلَمْ يَتَخَرَّصْ عُمَرُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِهِ، وَلَمْ يَكُنْ فِيهِ مُبْتَدِعًا، وَلَمْ يَأْمُرْ بِهِ إِلاَّ عَنْ أَصْلٍ لَدَيْهِ وَعَهْدٍ مِنْ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلَقَدْ سَنَّ عُمَرُ هَذَا وَجَمَعَ النَّاسَ عَلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ فَصَلاَّهَا جَمَاعَةً وَالصَّحَابَةُ مُتَوَافِرُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَْنْصَارِ وَمَا رَدَّ عَلَيْهِ وَاحِدٌ مِنْهُمْ، بَل سَاعَدُوهُ وَوَافَقُوهُ وَأَمَرُوا بِذَلِكَ: ( فتح القدير للعاجزالفقیر )
ژباړه: (اسد بن عمرو له امام ابویوسف نه روايت کوي وايي: ما د تراويح په اړه او هغه څه چې عمر رض کړي له امام ابوحنيفة نه پوښتنه وکړه امام اعظم رحمه الله وفرمايل:
تراويح موکد سنت دي، عمر په درواغه له ځان نه نه دي جوړي کړي، نه عمر په دې کښې مبتدع وو دا کار يې ضرور د کوم دليل په اساس کړی دی، چې ورسره وو، يا دا چې هغه د رسول اکرم ﷺ درې شپې په جماعت سره ترسره کول وو، يا د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم داخبره چې د فرضيت له وېرې په څلورمه شپه را ونه وتلم)
(او يا به عمر رض ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا کومه ځانګړې توصیه موجوده وه.
له دې امله عمر داسنت جاري کړل او خلک يې د أُبي بن کعب، په امامت سره را جمع کړل، ده په جماعت سره صحابه کرامو ته تراويح کولې او صحابه، انصار او مهاجرين زښت ډېر ژوندي ول، چا هم پرې رد او انتقاد نه دی کړی، بلکې د عمر مرسته يې کړې ده، موافقت يې ورسره کړی دی او خلکو ته يې د تراويحو په کولو امر کړی دی).
۱۴ – اجماع :
له دې نه زيات د يو عمل د سنت کېدو لپاره نور څه دليل کېدای شي؟ يو کار درې کرته پيغمبر وکړ ، صحابه کرامو مسلسل ترسره کولو، يو راشد خليفه پرې خلک را غونډ کړل، جماعت يې جاري کړ، چا پرې اعتراض ونه کړ بلکې له هغه نه وروسته دوه نورو راشدینو خلفاوو[ حضرت عثمان غني او علي مرتضیٰ ] دا کار جاري وساته يو صحابي يا تابعي پرې د نارضايتۍ اظهار ونه کړ بلکې دا عمل يې تائيدولو او ترسره کولو ، اوس چې دا عملي اجماع نه شوه نو عملي اجماع څنګه وي؟
۱۵- د اجماع حجت کېدل:
د صحابه کرامو اجماع په اتفاق د علماوو حجت او دليل ده. ځينې علماء د اجماع منکرين کافر ګڼي او ځينې يې ضال ، مضل او ګمراهان بلي، اجماع د امت د پوهانو او د شريعت د ماهرينو اتفاق ته وايي، اجماع د مؤمنو پوهانو اتفاقي کړنلاره وي.
قرآن کښې الله فرمايي:
وَمَن يُشَاقِقِ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ ٱلْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ ٱلْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِۦ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِۦ جَهَنَّمَ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا.
ژباړه: ٫٫څوک چې د رسول لار پرېږدي وروسته له هغې چې د هدايت لار ورته څرګنده شوې وي او د مومنانو له لارې پرته په بله لاره، روانېږي مو ږ به يې په همغه لاره روان کړو چې کومې ته اوښتی دی، او جهنم کې به يې داخل کړو، چې هغه د داخلېدو ناکاره ځای دی،،.
دا آيت پر موږ دوه شيان لازم ګرزوي، يو د رسول اتباع او مخالفت يې پرېښودل، دوهم د مومنانو لاره تعقیبول، او له المومنين نه مراد کامل مؤمنان دي ، فاسقان، فاجران مسلمانان ترې مراد نه دي. له صحابه او تابعينو ځنې کامل مؤمنان به بل څوک وي؟ ، هغو چې په يو شي عملا متفق شي ، بس همغه شی حق دی د هغوی اتفاق د حق د پيژندلو معيار دی، دهغو د شخصي اراؤ سره د دليل د قوت په آساس اختلاف کېدای شي خو د هغو له اتفاق نه وروسته د اختلاف ګنجایش نشته دی او اختلاف ورسره کول ضلالت دی.
۱۶- د حافظ ابن کثير رايه:
ابن کثير المتوفی ۷۷۴ ھ په دې ايت ليکلي:
ولكن قد تكون المخالفة لنص الشارع ، وقد تكون لما أجمعت عليه الأمة المحمدية ، فيما علم اتفاقهم عليه تحقيقا ، فإنه قد ضمنت لهم العصمة في اجتماعهم من الخطأ ، تشريفا لهم وتعظيما لنبيهم صلى الله عليه وسلم. وقد وردت في ذلك أحاديث صحيحة كثيرة، قد ذكرنا منها طرفا صالحا في كتاب ” أحاديث الأصول،، ومن العلماء من ادعى تواتر معناها.
دلته يې په دې ايت د اجماع په حجيت استدلال کړی، او ويلي يې دي په دې اړه نور ډېر احاديث هم راغلي دي، يوه برخه ئې ما په احاديث الاصول کتاب کې ذکر کړيدي او ځينو علماوو دغه احاديثو ته معنوي متواتر ويلي دي،. ( معنا دا شوه چې د اجماع حجيت په اړه د احادیثو روايات متواتر معنوي دي)
نو تراويح هم په تواتر عملي سره ثابتي دي او هم پرې د صحابه کرامو او د امت عملي اجماع شتون لري.
لیکوال: شیخ صاحب عبدالصبور عباسی
Responses