مړو پسې قرباني (1)
مړو پسې قرباني کول فرض یا واجب نه دي مګر داچې وصیت یې کړی وي( ثلث د مال ) او یا یې وقف جایداد ورته پرېښی وي. خو که څوک د ثواب په نیت پلار، مور، پیغمبر علیه السلام یا بل کوم چا ته قرباني کول غواړي کولی یې شي.
قرباني مالي عبادت دی، مالي عبادات لکه خیرات، صدقات په ټوله دنیا کښې خلک مړو پسې کوي د فقهاوو په کښې څه اختلاف هم نشته، که اختلاف دی د لمونځ او روزې په اړه دی چې د مړي له اړخه د هغه قضا شوی فرض لمونځ او روژه څوک اړولی شي او که نه؟
د بخاري په یو حدیث کښې خو د مړي لخوا روژه نیول هم درست ګڼل شوي: النبي ﷺ أنه قال: من مات وعليه صيام صام عنه وليه. (بخاري في الصوم. و مسلم في قضاء الصیام).
د روژې په اړه خو د وصیت په صورت کښې فدیه ورکول شته دي، دې کې هم ټولو اتفاق دی.
د مور پلار له خوا حج کول هم حدیث کښې راغلي دي او هم د فقهاؤ پرې اتفاق دی.
١- مړي پسې خیرات ټول مني.
٢- د مړي په ځای حج ټول مني.
٣- دمړي له اړخه د روزې فدیه هم ټول مني.
٤- مړي ته دعاء ټول مني.
٥- حضرت علي ته نبي علیه السلام حکم کړی و چې ماپسې قرباني کوه، که مړو پسې قرباني نه وه روا بیا ولې حکم کولو. «أن عليا رضي الله عنه كان يضحي عن النبي صلى الله عليه وسلم بكبشين، وقال: إنه صلى الله عليه وسلم أمره بذلك». (رواه أبو داود والترمذي في سننهما وأحمد في المسند والبيهقي والحاكم وصححه). ژباړه: على کرم الله وجهه به د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له اړخه دوه پسونه ذبح کول.
٦- کوم حدیث کښې له دېنه منع هم نه ده راغلې: چې مړو پسې قرباني مه کوئ، که حدیث کې منع راغلې وی بیا درست وه چې په منع مو کړی وی.
٧- سترو فقهاوو کښې ابوحنیفه او امام احمد وایی مړو پسې قرباني درست ده.
٨- نبي علیه السلام د ټول امت لپاره قرباني کړېده.
٩ – د امام شافعي په مذهب هم چې مړې وصیت کړی وي قرباني ورپسې کول درست دي.
١٠- امام مالک مړو پسې قرباني کولو ته حرام نه دي ویلي بلکې جائز ورته وايي.
هغه وایی: ”لم یعجبني” ( خوند نه راکوي). د تحریم حکم یې نه دی کړی، دېته فقهي ژبه کې جائز مع الکراهة وایی.
د هغه د قول وضاحت د هغه د فقهې علماوو داسې کړی دی:
وقال في التوضيح: وقال مالك: ولا يعجبني أن يضحي عن أبويه الميتين، قال: وإنما كره أن يضحى عن الميت لأنه لم يرد عن النبي صلى الله عليه وسلم ولا عن أحد من السلف، وأيضا فإن المقصود بذلك غالبا المباهاة والمفاخرة. انتهى.
ژباړه: امام مالک وايی: خوند نه راکوي چې مړه مور او پلار پسې قرباني وکړي، او هغه ځکه دا کار مکروه ګڼلی وایي: چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او سلفو نه، نه ده نقل شوې، او اکثره یې خلک د فخر او ښونې لپاره کوي
ممکن د على رض حدیث امام مالک رحمه الله ته نه و رسېدلی.
په الموسوعة الکویتية کې وایی: إِلاَّ أَنَّ الْمَالِكِيَّةَ أَجَازُوا ذَلِكَ مَعَ الْكَرَاهَةِ. وَإِنَّمَا أَجَازُوهُ لأَِنَّ الْمَوْتَ لاَ يَمْنَعُ التَّقَرُّبَ عَنِ الْمَيِّتِ كَمَا فِي الصَّدَقَةِ وَالْحَجِّ.
ژباړه: مګر مالکیانو مړي پسې قرباني جائز کرځولې ده. خو د کراهت سره، ځکه یې جائز ګرځولې ده چې د مرګ له امله هغه ته ثوابونه نه بندېږي لکه صدقه او حج.
معاصرو علماوو کښې د شیخ بن باز چې د سعودي د دارالافتاء رئیس و، فتوا:
الأضحية سنة مؤكدة في قول أكثر العلماء؛ لأنه ﷺ ضحى، وحث أمته على الأضحية، والأصل أنها مطلوبة في وقتها من الحي عن نفسه وأهل بيته، وله أن يشرك في ثوابها من شاء من الأحياء والأموات.
أما الأضحية عن الميت، فإن كان أوصى بها في ثلث ماله مثلًا، أو جعلها في وقف له، وجب على القائم على الوقف أو الوصية تنفيذها، وإن لم يكن أوصى بها، ولا جعل لها وقفا، وأحب إنسان أن يضحي عن أبيه أو أمه أو غيرهما، فهو حسن، ويعتبر هذا من أنواع الصدقة عن الميت، والصدقة عنه مشروعة في قول أهل السنة والجماعة.
ژباړه: که مړي وصیت کړی وي یا یې وقف پرېښی وي چې له هغې نه مړي پسې قرباني وکړل شي، بیا په دې صورت کښې مړي پسې قرباني واجب ده.
او که داسې صورت نه وي، چې مړي وصیت کړی وي او یا یې وقف پرېښی وی، بلکې یو سړی په خپله خوښه غواړي خپل مور او پلار پسې قرباني وکړي، نو دا غوره ده، او د مړي لپاره صدقه ګرځي او دمړي پسې صدقه د اهل سنت والجماعة په عقیده روا ده.
یواځې د امام شافعي قول دی چې د وصیت او وقف پرېښودو نه پرته مړو پسې قرباني درست نه ده.
نو د امام شافعي صیب خبره د جمهورو له قول نه خلاف ده. همدې ته بن باز هم اشاره کړې ده چې د اهل سنت والجماعة په نزد د صدقاتو ثواب مړو ته رسېږي.
زه په دې نه پوهېږم چې مړو سره د دې ځینو څه دښمني ده. چې غیر عالمانه پوسټونه کوي او د خپل استاد خبره ورته د پیغمبر خبره ښکاري او دا هم نه مني چې دا زوی مړی به غلط شوی وي.
پاسخ ها