قيام رمضان اهميت، فضيلت او  په اړه‌يې صحيح روايات

ځينې خلک دا تأثر ورکوي چې د رمضان قيام او په رمضان کښې لمونځونه کول څه اهميت نه لري او تراويح هم نفلي عبادت دی، دومره مهم نه دی.

د دې ځواب دا دی، چې تراويح چا هم فرض نه دي ګڼلي، تراويح جمهور علماء سنت مؤکد ګڼي، او ستر محدث امام طحاوي ورته واجب وايي خو علماؤ ورسره اتفاق نه کوي.

زه خو حيران يم چې د تراويح منکرين څه عجيب قسم استدلال کوي، اصل حقيقت دا دی چې له بې شمېره صحيح احاديثو نه معلومېږي چې د رسول الله ﷺ په ژوند کښې د رمضان قيام په مسلمانانو کښې معروف او مشهور و ، نبي پاک ﷺ هم په دې اړه ډېر ترغيبات ورکړي دي، د همغې تاثير وو چې نبي پاک ﷺ د شپې را و وته بې شمېره خلک ولاړ ول، لمونځونه يې کول ، بيا د عمر رضي الله عنه په وخت کښې چې هغه راغی مسجد لور ته ګوري چې ډلې ډلې خلک ولاړ دي او لمونځونه کوي او نبي پاک ﷺ هم په خپله درې شپې خلکو ته امامت وکړ، په اخري شپه نور په مسجد کښې ځای نه وو ، بيا له دې وروسته نبي پاک ﷺ د فرضيت له وېرې جماعت ته را ونه وته.
که د دې قيام اهميت نه وی او عادي نفل وي نو بيا دومره سر ګرمي د څه لپاره؟ اګر چې دا خبره هم د ياد ساتلو وړ ده چې په مبارکو شپو ورځو کښې الله د نيکو اعمالو  ثواب د کيفيت په اعتبار ډېروي،  ځکه خو صحابه کرامو په کښې د لمونځونو کولو شوق کولو، دا مضمون له ډېرو صحيح احاديثوڅخه ثابت دی چې ځينو وختونو کښې د اعمالو کيفيت پورته کېږي.

د نسائي شريف يو حديث ٫٫ سننت لکم قيامه،، ځينې علماء ذکر کوي بيا دا نور پرې رد کوي چې دا ضعيف دی ، دا حديث به په دغه الفاظو ممکن  ضعيف وي خو  دې مضمون ته ورته صحيح  احاديث هم شتون لري ، د مثال په توګه په صحيح البخاري کښې دا روايات راغلي دي چې د رمضان د قيام په اړه نبي پاک ﷺ خلک تشويقول:

۱- أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ لِرَمَضَانَ مَنْ قَامَهُ إِيمَانًا وَ احْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. ( البخاري- کتاب صلوة التراويح – باب فضل من قام رمضان‏)‏.

ژباړه: ابو هريرة وايي: ما له رسول الله ﷺ نه اورېدلي: چې د رمضان په اړه يې فرمايل: چا چې د ايمان او ثواب په اساس رمضان کښې قيام وکړ مخکني ګناهونه يې الله بخښي .

۲-  عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ قَالَ ابْنُ شِهَابٍ فَتُوُفِّيَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالْأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ ثُمَّ كَانَ الْأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ فِي خِلَافَةِ أَبِي بَكْرٍ وَ صَدْرًا مِنْ خِلَافَةِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا.

( البخاري، کتاب صلوة التراويح باب فضل من قام رمضان ).

ژباړه: ابو هريرة وايي: رسول ﷺ فرمايلي: څوک رمضان کښې د ايمان په اساس د ثواب لپاره قيام وکړي وړاندينی ګناهونه به يې الله و بخښي ، ابن شهاب وايي: رسول ﷺ وفات شو خبره همداسې روانه وه ، د ابوبکر خلافت کښې هم دغه شان وه ، دعمر د خلافت په سر کښې هم دغه شان وه ،( يعنې د نبي پاک ﷺ د تشويق په اساس به خلکو په انفرادي توګه قيام کوه) .

له دېنه دا ثابت شوه چې د عمر رضي الله عنه د متفق کولو نه وړاندې هم خلکو رمضان کښې قيام کولو ليکن انفرادي او يا به وړې وړې جمعې کېدې.

۳-  عن عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَبْدٍ الْقَارِيِّ أَنَّهُ قَالَ خَرَجْتُ مَعَ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ لَيْلَةً فِي رَمَضَانَ إِلَى الْمَسْجِدِ فَإِذَا النَّاسُ أَوْزَاعٌ مُتَفَرِّقُونَ يُصَلِّي الرَّجُلُ لِنَفْسِهِ وَيُصَلِّي الرَّجُلُ فَيُصَلِّي بِصَلَاتِهِ الرَّهْطُ فَقَالَ عُمَرُ إِنِّي أَرَى لَوْ جَمَعْتُ هَؤُلَاءِ عَلَى قَارِئٍ وَاحِدٍ لَكَانَ أَمْثَلَ ثُمَّ عَزَمَ فَجَمَعَهُمْ عَلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ ثُمَّ خَرَجْتُ مَعَهُ لَيْلَةً أُخْرَى وَالنَّاسُ يُصَلُّونَ بِصَلَاةِ قَارِئِهِمْ قَالَ عُمَرُ نِعْمَ الْبِدْعَةُ هَذِهِ وَالَّتِي يَنَامُونَ عَنْهَا أَفْضَلُ مِنْ الَّتِي يَقُومُونَ يُرِيدُ آخِرَ اللَّيْلِ وَكَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ أَوَّلَهُ. (البخاري- صلوة التراويح – فضل من قام رمضان )

ژباړه: عبدالرحمن وايي: له عمر رضي الله عنه سره د رمضان په يوه شپه کښې و وتلم خلک ډلې ، ډلې ولاړ ول، چا ځان ته لمونځ کوه ، چا پسې يوې ډلې لمونځ کوه ، عمر و ويل : زما خيال دا دی چې دا خلک په يوه قاري پسې کړم نو دا به غوره وي ، بيا يې قصد وکړ او أبي بن کعب پسې يې ودرول ، بله شپه ور سره و وتم چې خلکو خپل قاري پسې لمونځ کوه، عمر و ويل: دا ښه ابتکار وشو ، هغه لمونځ چې دوی ترې وده کېږي ( تهجد) له دېنه غوره دی چې دوی يې ترسره کوي ، تهجد به د شپې اخر او تراويح اوله برخه کښې تر سره کېدې .

تهجد او تراويح:

د وخت په اساس د تهجد وخت غوره دی ځکه چې په ډېرو احاديثو کښې فضيلت راغلی خو هغه داسې وخت‌ دی چې ټول خلک يې نه شي ترسره کولی ، نه هر سړی حافظ دی چې ختم په کښې وکړي يا د قرآن ډېره برخه په کښې ولوستلی شي.
د تراويح ترجيح په دې کښې ده چې ټول خلک يې تر سره کولی شي ، ختم ټولو ته ميسر کېږي ، د جماعت ثواب هم په کښې دی ، د مسجد ثواب هم په کښې شته ، له دې امله چې ټول امت له دې خير او ثواب نه محروم نه شي نبي پاک ﷺ هم درې شپې له جماعت سره ترسره کړې، يوه قاعده يې کېښوده بيا حضرت عمر رضي الله عنه د رسول پاک ﷺ د کړنو په تعقیب خلک په يو امام جمع کړي.

دا ليکنه مې د ملګرو په غوښتنه په دروند زړه وليکله چې الله دا کوم وخت راغی چې تراويح غونډې ثابت عمل لا خلک نه مني او خبره يې هم معلومه نه ده چې څه مني او څه نه مني ، بس کليپونه دي چې را روان دي.
خبره يې واضحه نه ده چې تراويح نه منې، که شل رکعته نه منې، که د شپې لومړي وخت کښې يې نه
منې که سنت کېدل يې نه منې؟ نو سړيه! نبي پاک ﷺ درې شپې کړي بيا د عدم مواظبت دليل يې هم بيان کړ چې د فرض کېدو له وېرې مواظبت نه شم کولی، يعنې که دغه وېره نه وی نو نبي پاک ﷺ به مواظبت کړی وو، دا خو د رسول الله ﷺ د خولې مبارکې وينا ده ، ته سره ددې بيا وايې مواظبت ئې نه دی کړی .

د خلفاوو سنت ، د صحابه کرامو اتفاق او اجماع دليل منې که نه يې منې؟ که منې يې خبره حل ده ، که ئې نه منې نو واضح و وايه چې نه يې منم ، بوسو کښې اوبه تېرول د مسلمان عالم کار نه دی.

 

لیکوال: شیخ صاحب عبدالصبور عباسی

Related Articles

پاسخ ها

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *